کورپاڼه / هنر او کلتور / پخوانۍ اداکاره: د سلمان خان سره واده لپاره مې اداکاري شروع کړه، خو سلمان راسره دوکه وکړه
سلمان خان او سومي علي

پخوانۍ اداکاره: د سلمان خان سره واده لپاره مې اداکاري شروع کړه، خو سلمان راسره دوکه وکړه

د هندي فلمونو پخوانۍ اداکاره او موډله سومي علي خان په يوه مرکه کې ويلي دي، چې مشهور اداکار سلمان خان هغې ته دوکه ورکړې وه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، پاکستانۍ الاصله امريکايۍ سومي علي چې په بالي ووډ فلمونو کې يې هم کار کړى دى، وايي چې هند ته يوازې د دې لپاره تللې وه چې له سلمان خان سره واده وکړي.

نوموړې په خپله مرکه کې وايي، زه هند ته تللې وم چې له سلمان خان سره واده وکړم، خو هغه راسره دوکه وکړه او له دې امله بيا ما فلمي نړۍ هم پرېښوده.

سومي علي په خپلو خبرو کې زياتوي، چې اوس ډېر وخت تېر شوى دى او زه په خپل ژوند کې هم مخکې تللې يم، خو له سلمان خان سره مې پنځه کاله خبرې نه دي کړي.

نوموړې دا هم وويل، چې د دې لپاره هند ته نه وه راغلې چې په فلمونو کې کار وکړ، بلکې هند ته د راتګ يوازينى هدف يې له سلمان خان سره واده و. هغه زياتوي، کله چې سلمان خان دوکه راکړه، نو فلمي نړۍ مې هم پرېښوده.

سومي علي چې پاکستانۍ الاصله امريکايۍ ده، د اداکارې او موډلې تر څنګ ليکواله او فلم جوړونکې هم وه، چې په يو شمېر هندي فلمونو کې يې هم کار کړى و.

هغه په ١٩٩٠ لسيزه کې هندي فلمونو کې راڅرګنده شوې وه چې ډېرو مشهورو اداکارانو سره يې فلمونو کې کار کړى و او د سلمان خان سره يې د اړيکو په اړه هم خبرونه خپرېدل.

سومي علي له يوې هندي رسنۍ سره په خپله مرکه کې وايي، چې د فلوريډا نه هند ته د دې لپاره تللې وه، چې په هندي سينما کې به ځانته ځاى جوړ او سلمان خان سره به واده وکړي، خو داسې ونه شو.

نوموړې وايي، ١٦ کلنه وم چې د سلمان خان لومړنى فلم (مين نى پيار کيا) وکتلو او هماغه وخت پرې مينه شوم، هغه شپه مې سلمان خان په خوب کې هم وليده چې واده مې ورسره وشو.

هغه وايي، په سبا مې خپل سامان راغونډ کړ او مور ته مې وويل، چې زه هند ته ځم او له يو اداکار سره واده کوم. هغه وايي، هند ته چې راغلم، نو موډلينګ مې وکړ، ځينو فلمونو کې مې هم کار وکړ او اخر مې هم سلمان خان سره وليدل، چې له هغه وروسته مو دې ليدنو دوام پېدا کړ.

د سلمان خان او سومي علي ملګرتيا تر ډېره پورې پاتې نه شوه او لارې يې بيلې شوې.

په دې اړه سومي علي وايي، چې زما او د سلمان خان د ملګرتيا ختمېدو وجه ايشوريه راى وه، کله چې هغه زموږ په منځ کې راغله، نو زموږ ملګرتيا هم پاى ته ورسېده.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …