کورپاڼه / روغتيا / د سوخت د درملو ترټولو ښه بدیل کوم دی؟

د سوخت د درملو ترټولو ښه بدیل کوم دی؟

سبزیجات: د یوې ښې روغتیا او له ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره سبزیجات ډېر ګټور وي، روغتیایې کارپوهان وایې چې په ورځ کې دې پنځه ډوله سبزیجات او دوه دانې مېوې وخوړل شي، مېوې او سبزیجات د فاییوټونټرینټس یوه ښه ذریعه ده چې د سوخت ضد او انټي اکساید اغېزې لري.

مېوې او غلې: هغه خواړه چې ډېر خواږه لري د انسولینو کچه لوړوي، چې بیا د شکر او انسولینو ډېرښت په سوخت کې زیاتوالی راولي، خو که چېرته د کاربوهایډریټ لرونکي غذایي توکي وکارول شي نو د لوړ شکر او انسولینو کچه کموي.

ماهیان: ماهیان د اوسپنې، زنک، سیلینیم، ایوډین او اومیګا تري لري چې د سوخت په ختمولو کې مهم رول لوبوي، نو هڅه وکړئ چې په اوونۍ کې درې ځلې د ماهي غوښه وکاروئ.

نباتات او مسالې: په طبیعي ډول ترټولو پیاوړي انټي اکساید ادرک لري، نو هڅه وکړئ چې پخپل خوراک کې شامل کړئ، تور مرچ هم ور پکې واچوئ، دغه راز لونګ، کورکمن، هوږه، دارچیني، ریحان، دڼیا، زڼکۍ او نورې مسالې سوخت کموي.

روغتیایي غوړ: هڅه وکړئ چې د عامو غوړو پرځای زیتون استعمال کړئ، ځکه چې د زیتون تېل ګټور ګڼل کېږي او د انټي اکسایدو شتون یې سوخت کموي، دغه راز ښه غوړ په ناک، وچو مېوو او زړو کې هم وي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …