د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) تازه درجه بندي اعلان کړې ده، چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په برخه کې د انګلستان بين سټوکس له افغان محمد نبي څخه مخکې شوى دى.
د يو ورځنيو لوبو الراونډرانو کې لومړى مقام د بنګله دېش شکېب الحسن لري، همدا راز دويم مقام محمد نبي درلود، خو په تازه درجه بندۍ کې بين سټوکس دويم مقام ترلاسه کړى دى او محمد نبي اوس په دريم مقام کې قرار لري.
Ben Stokes 💥
The England star is the new No.2 in the @MRFWorldwide ICC Rankings for Men’s ODI All-rounders! pic.twitter.com/8Dy2i9tH8r
— ICC (@ICC) March 31, 2021
بين سټوکس له دې مخکې په څلورم مقام کې و او کريس ووکس بيا په دريم مقام کې و، خو اوس کريس ووکس څلورم مقام ته کوز شوى دى. همدا راز راشد خان بيا د تېر په څېر په شپږم مقام کې قرار لري.
د کرکټ نړيوالې شورا بيا په نورو برخو کې هم تازه درجه بندي اعلان کړې ده، چې نورو افغان لوبغاړو خپل ځايونه ساتلي دي.
راشد خان چې مخکې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې لومړى مقام لرونکى توپ اچونکى و، تېر ځل يې خپل لومړى مقام له لاسه ورکړ او دويم مقام ته ښکته شو، خو اوس يې دويم مقام ساتلى دى.
د نړيوالو شل اوريزو لوبو تازه درجه بندۍ کې ټيم ساوټي دوه مقامه پرمختګ کړى او ٧م مقام ته پورته شوى دى، لکشن سنداکان بيا ١ مقام پرمختګ کړى او اوس په ٩م مقام کې دى، بلخوا بيا مچل سانتنر ٣ مقامه ښکته تللى او اوس په لسم مقام کې دى. همدا راز تبريز شمسي بيا لومړى مقام لري، راشد خان دويم او مجيب الرحمان په پنځم مقام کې دي.
After impressive displays against Bangladesh, Tim Southee has moved up to No.7 in the latest @MRFWorldwide ICC Rankings for Men’s T20I bowlers! 👏 pic.twitter.com/Cdu6woLz6o
— ICC (@ICC) March 31, 2021
د نړيوالو شل اوريزو لوبو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې بيا ډيويډ ملن د تېر په څېر لومړى مقام لري، خو ديون کانوى پنځه مقامه پرمختګ کړى دى او څلورم مقام ته تللى دى، ويراټ کوهلي، لوکيش راهول، راسي وان در دوسين، ګلين ميکسويل او مارټين ګوپټيل ١-١ مقام ښکته تللي دي او حضرت الله ځاځى د تېر په څېر په لسم مقام کې قرار لري.
A sizzling 52-ball 92* in the first T20I against Bangladesh has helped Devon Conway continue his rise up the rankings!
He’s now No.4 in the @MRFWorldwide ICC Rankings for Men’s T20I batting! 🌟 pic.twitter.com/G66FWmuFX0
— ICC (@ICC) March 31, 2021
د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو په برخه کې بيا مېټ هينري پنځه مقامه پرمختګ کړى دى او اوس دريم مقام ته رسېدلى دى، همدا راز ټرينټ بولټ لومړى او مجيب الرحمان بيا د تېر په څېر په دويم مقام کې قرار لري.
Matt Henry was the big mover in the @MRFWorldwide ICC Rankings for Men’s ODI Bowlers!
The @BLACKCAPS pacer shot up five places to No.3 🔥
Full list: https://t.co/SwyMM5HskB pic.twitter.com/jbziVYWKPr
— ICC (@ICC) March 31, 2021