کورپاڼه / جالب / یو امریکایي د شطرنج په ترتیبولو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ

یو امریکایي د شطرنج په ترتیبولو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د امریکا د متحده ایالاتو د اډاهو د ښار یو اوسیدونکي په دیرش ثانیو کې د سطرنج د مهرو یا دانو په سمولو یا ترتیبولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

دغه شخص چې ډیویډ ریش نومېږي وایي چې ددغه ریکارډ د جوړولو او د وړتیا په ترلاسه کولو کې یې یو نیم کال خواري کړې.

ویل کېږي ډیویډ ریش هغه څوک دی چې STEM زده کړو ته یې د پرمختګ د ورکولو لپاره یو سلو پنځوس د ګنیز نړیوال ریکارډونه مات کړي.

نوموړی وایي چې یو نیم کال یې په دې اړه تمرین وکړ، په لومړیو کې ورته د ریکارډ ماتول ستونزمن ول، ځکه چې له دې وړاندې په دیرشو ثانیو کې جوړ شوی و.

ریش وایي، چې د نيټ فلکس سیریز (کویین ګیمبت) له کتلو وروسته یې لیوالتیا پیدا شوه چې ریکارډ به ماتوي، چې بیا یې هڅې او تمرین پیل کړ او بالاخره د دیرش اعشاریه یو دیرش ثانیو کې یې د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د اصول مطابق په یو لاس سره د سطرنج مهرو یا دانو ته ترتیب ورکړو.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …