کورپاڼه / هنر او کلتور / نجيبه فېض يو ځل بيا د مجردانو زړونه وتښنول
نجيبه فېض

نجيبه فېض يو ځل بيا د مجردانو زړونه وتښنول

د پښتو ژبې د سريالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلويزيوني خپرونو کوربنې نجيبه فېض په ټولنيزو رسنيو کې يو ځل بيا داسې عکسونه خپاره کړي دي، چې د مجردانو زړونه يې تښنولي.

نوموړې چې په پاکستان کې ژوند کوي، اوس د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته تللې ده، چې له هغه ځايه يې په ټولنيزو رسنيو کې خپل تازه عکسونه هم خپاره کړي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Najiba Faiz (@najibafaiz.official)


نجيبه فېض دا عکسونه د دوبۍ په سرک باندې اخيستي دي، چې په فېسبوک او انسټاګرام کې يې خپاره کړي دي. همدا راز نوموړې له دې سره ليکلي دي، چې ښکلا ستاسې دننه ده، دې ته اړتيا نشته چې نور تاسې ومني، بلکې خپل ځان په خپله ومنئ.

په فېسبوکپاڼه کې د نجيبه فېض په دې عکسونو تراوسه پورې ١٨٠٠ کسانو تبصرې کړې دي او همدا راز له ٧ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړي دي.

نجيبه فېض ځينې نور عکسونه هم په انسټاګرام کې خپاره کړي دي، چې په يوه کښتۍ کې ليدل کېږي او په سمندر کې چکر وهي. دا عکسونه هم په دوبۍ کې اخيستل شوي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Najiba Faiz (@najibafaiz.official)

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …