کورپاڼه / روغتيا / د ښو او روغتیایي خوړو په اړه د روغتیا د نړیوالې ادارې اصول

د ښو او روغتیایي خوړو په اړه د روغتیا د نړیوالې ادارې اصول

روغتیایي خواړه د ټولو نیمګړو او خرابو غذایي توکو څخه په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي او د بې شمېره ناروغیو لکه شکر، د زړه ناروغي، فلج او سرطان څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

خو که چېرته ښه او ګټور خواړه ونه خورو او ترڅنګ یې بدني حرکتونه او ورزش ترسره نه کړو، نو زموږ روغتیا په ناوړه توګه تر اغېزو لاندې راولي.

موږ ټول د ښې غذا پیل په ماشومتوب کې کوو، د شېدو څښل د ښې او روغتیایي ودې سبب کېږي او حافظې ته پیاوړتیا ورکوي او تر ډېره یې په روغتیا مثبتې اغېزې پرېباسي، د مثال په توګه د چاغښت خطر کمول.

دغه کالوري باید په برابره توګه استعمال کړو، د وزن له ډېروالي څخه د ژغورلو لپاره له دیرش سلنو ډېر وازده مه کاروئ، غوړ باید د کالورۍ لس سلنه کم وي او د ټرانس په نوم غوړ له کالورۍ څخه باید یو سلن کم وي.

د شکر یا بورې اندازه د کالورۍ له ټولې اندازې څخه تر لس سلنو باید محدود وي، په ورځ پنځه ګرامه مالګه کارول د لوړ فشار په کنترول کې مرسته کوي او په بالغو کسانو کې د زړه او فلج د ناروغیو خطر کموي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې غړو هیوادونو تر ۲۰۲۵ کاله پورې د مالګې په دیرش سلنه کمولو موافقه کړې او تر همدې کاله یې د شکر او اضافي وزن د کمولو موافقه هم کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …