په تېر کې بالیووډ ته د مشهورو فلمونو د ورکوونکي اداکار یا هنرمند سني دیول کشری زوی راج ویر دیول په بالیووډ کې د کار کولو لپاره تیار دی.
په دې اړه سني دیول پر ټولنیزه رسنۍ یا ویب سایټ ټویټر د خپل کشري زوی راج ویر یو تصویر هم خپور کړی، چې ترڅنګ یې په ټویټ کې لیکلي دي چې: ((زما زوی د یو اداکار په صفت د خپل سفر د پیلولو لپاره تیار دی)).
My son Rajveer starts his journey as an actor.Rajshri Productions proudly announces the collaboration of Rajveer Deol and Avnish Barjatya in a coming -of-age love story.A beautiful journey awaits ahead. pic.twitter.com/xBXfOR8c6R
— Sunny Deol (@iamsunnydeol) March 31, 2021
سنې دیول وایي چې د راج شري پروډکشن له لوري جوړېدونکي فلم کې، چې کیسه یې پر مینې او محبت را څرخي، په دې فلم کې به د نوموړي زوی راج ویر د یو اداکار یا هنرمند په توګه را څرګند شي.
نوموړی په ټویټ کې لیکي چې: (( زه د خپل زوی د یوه ښکلي سفر د پیل په تمه یم)).
یاده دې وي چې سني دیول د پخواني مشهور اداکار یا هنرمند درمندر زوی دی، چې مشهور او کامیاب فلمونه یې عبارت دي له: ګایل، بېتاب، چالباز، غدر، ډر او نور څخه.