کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا وایي چې د لمریز نظام وروستی حد یې معلوم کړی

ناسا وایي چې د لمریز نظام وروستی حد یې معلوم کړی

د امریکا د فضایي ادارې ساینسپوهان په دې باور دي چې زموږ د لمریز نظام بهرنی حد یې موندلی دی.

په دې اړه له وړاندې داسې فکر کېده چې د لمریز نظام د بهرني حد تعریف نه کېږي، خو اوسمهال ویل کېږي چې یو نوي فضایي بېړۍ دغه پټ حد لېدلی دی، چې د (هایدروجن وال یعنې دېوال) نوم یې پرې ایښی، چې زموږ د لمریز نظام ترڅنګ واقع دی.

ساینسپوهانو د هایدروجن دېوال د یو داسې ځای په ډول بیان کړی چې هلته د لمریز بادونه شتون نه لري او د انټرسټیلر په نوم ماده یې کوچنۍ خو ډېر پیاوړې ده، چې همدغه ماده لمریزو بادونو اخوا تېرېدو ته نه پرېږدي او د یو دېوال په ډول کار کوي چې لمریز بادونه دننه خواته ساتي.

لمر د بادونو په شکل مادې او انرژۍ د وړانګو په ډول خپروي، چې تر اخري سیارې پلوټو تر مداره پورې په تېزۍ سره سفر کوي.

نوي شواهد وایي چې لمریز بادونو په وسیله خورېدونکې مادې او انرژۍ په یو ځانګړي ځای د هایدروجن د دېوال په جوړښت کې راټولېږي او هلته بیا له انټر سټیلر مادې سره یوځای کېږي.

هایدروجن په فضاء یا اتموسفیر کې ترټولو عام ګاز دی، چې تقریباً ټول لمر له هایدروجن څخه جوړ دی، چې په انرژۍ او هیلیم سره سوځي.

د نیو هورایزنز په نوم د فضایي بېړۍ له رالېږل شوې ډیټا څخه د ناسا ساینسپوهانو دغه برداشت واخیست چې د لمریز نظام بهرني حدود له هایدروجن څخه جوړ شوي دي.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …