ځینې خلک په ډېر ځنډ سره ویده کېږي او پر بستره کې اړخ په اړخ اوړي را اوړي، خو اوسمهال یو پوه د ساه اخیستلو دوه داسې طریقې ښودلي چې په خپلولو سره یې د خوب ترلاسه کول آسانېږي.
له ډیلي سټار سره په خبرو کې د جیمز ویلسن نوم یو پوه ویلي دي، کله چې خوب نه درځي نو د ساه اخیستل ورو کړئ، چې په دې ډول به مو د زړه رفتار هم ورو شي او ژر به وېده شئ.
د ساه د ورو کولو طریقه داده چې تر څلور ثانیو پورې ساه واخلئ، بیا یې تر څلورو ثانیو پورې دننه وساتئ او بیا د څلور ثانیو دپاره پرېږدئ او له څلورو ثانیو وروسته دغه کار ترسره کړئ.
جیمز ویلس د (لاکس بریتنګ) په نوم سره یاده کړې او د دویم طریقې په اړه نوموړی وایي چې د ساه اخیستلو دې طریقې ته د (دی) طریقه وایي.
په دې طریقه کې به سترګې پټې کړئ او د یو داسې اوږد او تیاره سرنګ تصور به ذهن ته راولئ چې له وروستي سر څخه یې سپین رڼا راځي، بیابه پر ړنا تمرکز وکړئ او په دې وخت کې د معدې په ذریعه ساه واخلئ او بیا بیا ځلې د (دی) کلمه تکرار کړئ.
په دې ډول به مو دماغ له خورېدو څخه وژغورل شي او د آرام احساس به وکړئ او په دې ډول به مو د زړه درزا ورو شي او ډېر ژر به خوب درشي.