کورپاڼه / اسلام / د تبې (بخار) د فضلیت د ثبوت لپاره حدیثونه

د تبې (بخار) د فضلیت د ثبوت لپاره حدیثونه

له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې له تبې (بخار) څخه مې بله ناروغي نه ده خوښه، ځکه چې تبه د برخه هرې برخې ته داخلېږي او الله تعالی د هر غړي دې برخې ته اجر یا ثواب ورکوي.

او له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې تبې (بخار) له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه اجازه وغوښته، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: “څوک؟” تبې ورته وویل: ام ملدم.

حضرت جابر رضي الله ورته د قباء پر لوري د تګ حکم ورکړ، نو د قباء خلک په تبه اخته شول او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او له تبې یې شکایت وکړ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

تاسو څه غواړئ؟ که چېرته غواړئ چې زه الله تعالی ته ستاسو لپاره دعا وکړم، نو تاسې به له تبې وژغوري، خو که چېرته چې تبه مو د پاکېدو یوه ذریعه وګرځي، د قباء خلکو وویل، چې آیا تبه داسې کولی شي؟ رسول الله ورته وفرمایل: هو، نو هغوی ورته په ځواب کې وویل چې بیا یې نو پرېږده.

بل ځای له حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بخار یا تبه د هر مسلمان د اور برخه ده.

یعنې د مسلمان اور بخار یا تبه ده، که چېرته په دې ناروغۍ اخته شي نو د جهنم له اور څخه به وژغورل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش …