کورپاڼه / روغتيا / د وزن د کمولو ترټولو آسانه او ارزانه طریقه

د وزن د کمولو ترټولو آسانه او ارزانه طریقه

که چېرته له ډېر وزن لرلو یا د چاغښت له ستونزې سره مخ یئ، نو دا خبره به ضرور درباندې ښه ولګېږي چې د وږي اوسېدو یا له کم خوراک څخه پرته وزن کمولی شو.

تاسې باید په دې پوه شئ چې ترټولو ګټور خواړه کوم دي او ددې لپاره تل هڅه وکړئ، چې د غذایي توکو لرونکي خواړه یا شیان انتخاب کړئ. په دې کې هیڅ شک نشه کله چې یو څوک د وزن د کمولو په اړه فکر کوي نو هڅه یې دا وي چې دغه ستونزه په ډېر لږ وخت کې حل کړي.

نو راځئ چې له دغه ستونزې څخه د خلاصون لپاره یو داسې ترکیب زده کړو، چې په ورځ کې یوه کاچوغه درې ځلې استعمالېږي او کوم جانبي عوارض هم نه لري.

د ترکیب د جوړولو طریقه:

پنځه ویشت ګرامه د دارچیني پوډر، واړه لاچي یا هیل لس ګرامه، زڼکۍ پنځه ویشت ګرامه، سونډی یا وچ ادرک چې میده شوي وي پنځه ویشت ګرامه، لس ګرامه سپیرکۍ، مرخاڼۍ پنځه ویشت ګرامه او له هیل باید پوستکی لېرې شي.

دا ټول شیان به سره ښه میده کړئ او یو ترکیب به ورڅخه جوړ کړئ، بیابه یې په ورځ کې درې ځلې له ساده اوبو سره استعمال کړئ، باید بیا یې یاده کړم چې ذکر شوی ترکیب هیڅ زیان نه لري.

یاده دې وي چې کالوري د وزن په ډېرېدو نیغ په نیغه اغېزې کوي، د مثال په توګه تاسې څومره کالوري لاسته راوړئ، څومره مصرفوئ او څومره مو په بدن کې پاتې کېږي، نو اړینه ده چې د بدن د کالورۍ توازن وساتل شي، که چېرته زموږ بدن ډېر کالوري مصرف نه کړي نو د وخت په ډېرېدو مو وزن ډېروي.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …