له نن څخه یو سلو یوویشت کاله دمخه د انګلستان د ملکې له لورې په جنوبي افریقا کې یو جنګېدونکي پوځي ته لېږل شوې د چاکلیټو ډالۍ په هماغه حالت کې موندل شوې.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه چاکلیټ د (بویر) په جنګ کې برخه اخیستونکې پوځي سرهنري ایډوارډ پاسټن ته لېږل شوی، چې له هیلمټ څخه ترلاسه شوی دی.
دغه چاکلیټ د ختیځ انګلستان د نورفوک په سیمه کې د ذکر شوي پخواني په پلرني کور کې چې پنځه سوه مخکینی دی موندل شوی.
ویل کېږي چې د چاکلیټو ترڅنګ د ملکې ویکټوریا یو لیکل شوی پیغام هم شته دی چې نوموړې ور پکې لیکلی چې زه ستا د نوي کال لپاره د نیکو هیلو څرګندونه کوم او په کوتۍ باندې جنوبي افریقا ۱۹۰۰ هم لیکل شوی او د ملکې تصویر هم پکې موجود دی.
راپور وایي چې دغه شیان د سرهنري د لور فرانسس ګریټ هیډ له شیانو ترلاسه شوي، چې نوموړې د ۲۰۲۰ کال د سلو کلونو په عمر مړه شوه.
یاده دې وي چې انګلستاني پوځیانو په افریقا کې د سرو زرو او الماسو د لاسته راوړلو لپاره جنګېدل او ملکې ویکټوریا په دې جنګ کې ټولو جنګېدونکو پوځیانو د مرال د لوړولو په خاطر چاکلیټ لېږلي ول.