کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اى پي ايل د تاريخ زياتې منډې جوړونکي او زياتې ويکټې اخيستونکي لوبغاړي
ويراټ کوهلي او لاسيت ملينګا

د اى پي ايل د تاريخ زياتې منډې جوړونکي او زياتې ويکټې اخيستونکي لوبغاړي

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ١٤م پړاو د اپريل په نهمه نېټه په هند کې پيلېږي، دا د نړۍ تر ټولو ستر تجارتي ليګ دى، چې په ټوله نړۍ کې مينه وال لري.

نن درته د اى پي ايل د تاريخ هغه توپوهونکي او توپ اچونکي درپېژنو، چې زياتې منډې او زياتې ويکټې يې ترلاسه کړې دي.

زيات منډې جوړونکي:

ويراټ کوهلي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي چې په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې دي.

نوموړى له ٢٠٠٨ کال راهيسې په اى پي ايل کې لوبېږي او په ١٩٢ لوبو کې يې ٥٨٧٨ منډې جوړې کړې دي، چې اوسط يې ٣٨.١٦ او سټرايک رېټ يې ١٣٠.٧٣ دى، هغه ٥ سليزې او ٣٩ پنځوسيزې هم وهلي دي.

سريش راينا

د هند پخوانى توپوهونکى سريش راينا چې په اى پي ايل کې لومړى د ګجرات لاينس او بيا د چيناى سوپر کنګز لپاره لوبېدلى دى، هم زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړى له ٢٠٠٨ کال راهيسې لوبېږي، خو تېر کال د شخصي ستونزو له امله په اى پي ايل کې ونه لوبېده، هغه په ١٩٣ لوبو کې ٥٣٦٨ منډې ترلاسه کړې دي، چې اوسط يې ٣٣.٣٤ دى او سټرايک رېټ يې ١٣٧.١١ دى، هغه ١ سليزه او ٣٨ پنځوسيزې هم وهلي دي.

ډيويډ وارنر

د اسټراليا پيليز توپوهونکى ډيويډ وارنر له ٢٠٠٩ کال راهيسې په اى پي ايل کې لوبېږي، نوموړى لومړى د ډيلي ډير ډيويلز لپاره لوبېده، چې اوس د سنرايزرز حېدراباد لپاره لوبېږي.

وارنر په ١٤٢ لوبو کې ٥٢٥٤ منډې کړې دي، چې اوسط يې ٤٢.٧١ دى او سټرايک رېټ يې ١٤١.٥٤ دى، نوموړي ٤ سليزې او ٤٨ پنځوسيزې وهلي دي.

روهيت شرما

د هند مخکښ توپوهونکى روهيت شرما هم له ٢٠٠٨ کال راهيسې په اى پي ايل کې لوبېږي، چې لومړى د دکن چارجرز او اوس د ممبۍ انډينز سره لوبېږي، هغه د يادې لوبډلې لوبډلمشر هم دى او دا وياړ هم لري چې ترټولو زيات ځلې، يعنې پنځه ځلې يې د اى پي ايل اتلولي خپله کړې ده.

روهيت شرما په ٢٠٠ لوبو کې ٥٢٣٠ منډې کړې دي، چې اوسط يې ٣١.٣١ دى او سټرايک رېټ يې ١٣٠.٦١ دى، نوموړي ١ سليزه او ٣٩ پنځوسيزې هم وهلي دي.

شيکر دهون

د هند تکړه توپوهونکى شيکر دهون بيا په اى پي ايل کې د ٢٠٠٨ کال راهيسې د دکن چارجرز، ډيلي کاپيټلز، ډيلي ډير ډيويلز، ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو سره لوبېدلى دى.

نوموړي په ١٧٦ لوبو کې ٥١٩٧ منډې ترلاسه کړې دي، چې اوسط يې ٣٤.٤١ او سټرايک رېټ يې ١٢٦.٨٧ دى، هغه ٢ سليزې او ٤١ پنځوسيزې هم وهلي دي.

زياتې ويکټې اخيستونکي:

لاسيت ملينګا

د سريلانکا چټک توپ اچونکى لاسيت ملينګا چې د ٢٠٠٩ څخه تر ٢٠١٩ کال پورې په اى پي ايل کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لپاره لوبېدلى دى، تر ټولو زياتې ويکټې يې اخيستي دي.

نوموړى تېر کال په اى پي ايل کې ونه لوبېده او سږکال هم نه لوبېږي. هغه په ١٢٢ لوبو کې ١٧٠ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ١٣ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي هم سوځولي دي.

اميت مشرا

دا هندى توپ اچونکى په اى پي ايل کې له ٢٠٠٨ کال راهيسې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي، چې دکن چارجرز، ډيلي کاپيټلز، ډيلي ډير ډيويلز او سنرايزرز حېدراباد پکې شاملې دي.

نوموړي ١٥٠ لوبې کړې دي او ١٦٠ لوبغاړي يې سوځولي دي، هغه په يوه لوبه کې د ١٧ منډو په بدل کې ٥ ويکټې هم ترلاسه کړي دي.

پيوش چاوله

دا هندى توپوهونکى د چيناى سوپر کنګز، کنګز اليون پنجاب او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو سره لوبېدلى دى، چې له ٢٠٠٨ کال راهيسې تراوسه پورې په اى پي ايل کې لوبېږي.

پيوش چاوله ١٦٤ لوبې ترسره کړې دي او ١٥٦ لوبغاړي يې سوځولي دي، هغه په يوه لوبه کې د ١٧ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

ډواين براوو

ويسټ انډيزي الراونډر ډواين براوو هم په اى پي ايل کې د ٢٠٠٨ کال راهيسې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي، نوموړي ١٤٠ لوبو کې ١٥٣ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٢٢ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

هربجن سينګ

د هند پخوانى توپوهونکى هربجن سينګ چې تېر کال د ځينو شخصي ستونزو له امله په اى پي ايل کې نه و لوبېدلى، هم د مخکښو توپ اچونکو څخه دى.

هغه په ١٦٠ لوبو کې ١٥٠ ويکټې اخيستي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ١٨ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي هم سوځولي دي.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …