کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان د سلمان خان او عامر خان په اړه څه وایي؟

شاهرو خان د سلمان خان او عامر خان په اړه څه وایي؟

د بالیووډ بادشاه شاهرو خان په ټولنیزه رسنۍ ټویټر له خپلو مینوالو غوښتي چې پوښتنې ورڅخه وکړي، چې له دې وروسته نوموړی د پوښتنو له یو سیلاب سره مخ شو.

په ټویټر د شاهرو خان مینوالو له نوموړي څخه ښې پوښتنې وکړې، چې ځوابونه یې هم ترلاسه کړل. یو مینوال له شاهرو خان څخه وغوښتل چې د سلمان خان لپاره یو څه ووایه، چې نوموړي ورته په ځواب کې وویل چې ورور خو ورور دی.

د شاهرو خان دغه ځواب د زرګونو کسانو له لورې خوښ کړای شو او په رسنیو کې هم د بحث موضوع وګرځیده. دغه راز د یو بلې پوښتنې په ځواب کې شاهرو خان خپل بچیان خپل ملګري ګڼلي.

د عامر خان د فلمونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وایي چې د نوموړي (۵) فلمونه یې ډېر خوښ شوي دي او دا یې هم ویلي دي چې ځان خوښی نه دی او هیله یې څرګنده کړې چې کورونا خدای ورکه کړي ترڅو هر څه خپل عادي حالت ته راشي.

دغه راز د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي چې ټول انجونې ښکلي وي، خو هغه چې له یو بل څخه مختلفې وي مه یې مقایسه کوئ او په اخر کې وایي چې د مینوالو د انتظار د ختمولو لپاره به ژر ژر فلمونه ثبتوي.

دا هم ولولئ

دي کپل شرما شو

کپل شرما د يوې خپرونې ٥ ميليونه روپۍ اخلي

د هند د مشهورې ټلويزيوني خپرونې (دي کپل شرما شو) چلوونکى او مشهور کوميډين کپل …