کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / شیاومي شرکت د بریښنایي موټرو د جوړولو لپاره د لس میلیارده ډالر د پانګوونې اعلان وکړ

شیاومي شرکت د بریښنایي موټرو د جوړولو لپاره د لس میلیارده ډالر د پانګوونې اعلان وکړ

د ځیرک موبایلونو جوړوونکې چینایي شرکت شیاومي د بریښنایي موټر د جوړولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې په راتلوونکو لسو کلونو کې به په مارکیټ لس میلیارده ډالر پانګوونه وکړي.

د فرانسې خبري آژانس ای ایف پي د راپور له مخې ویل کېږي، چې د نړۍ د ځیرکو موبایلو لوی شرکت شیاومي د سې شنبې په ورځ د هانک کانګ په (سټاک ایکسچینج) کې ثبت شو او و یې ویل چې دوی د ځیرکو بریښنایي موټرو کاروبار پیل کوي او په ابتدایي ډول به ۱.۵۲ میلیارده پانګه پر کار واچوي.

په چین کې د موټرو د صنعت د یوې ډلې لورې تېر کال په خپره شوې یوه نقشه کې لېدل کېږي، چې په ۲۰۳۵ کال به په دې هیواد کې پلورل کېدونکي نیمایي موټر به بریښنایي وي.

د موټر جوړولو نړیوالې ادارې هیله لرې چې په راتلوونکي کې به بریښنایي موټرې ډېرې شي، چې په دې نوملړ کې به چین لومړی ځای ولري او په دې هیواد کې به نه یوازې دا چې دغه موټرې به ډېر پیرېدونکي ولري، بلکې په ډېره اندازه موټرې به هم جوړې کړي.

ویل کېږي د شیاومي شرکت اوسنی اجراییوي ریس لي جون به د بریښنایي موټرو د کاروبار مشر هم وي او د شیاومي شرکت د ځیرکو موټرو د جوړولو په صنعت کې یوه نوې اضافه ګڼل کېږي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې د انټرنیټ پلټوونکې ماشین شرکت بیډو هم په جنورۍ کې اعلان کړی و، چې دوی به هم د ځیرکو موټرو د جوړولو ادارې (شیجیانګ ګیلی هولډنګ) سره شریک شي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …