د ټولنیزو رسنیو ترټولو لوی ویب سایټ فیسبوک د خپلو کاروونکو لپاره یو نوی او په زړه پوری فیچر یا ځانګړتیا رامنځته کړه.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې فیسبوک ادارې یو نوی فیچر یا ځانګړتیا رامنځته کړې او له دې فیچر یا ځانګړتیا څخه به وروسته د فیسبوک کاروونکي وکولی شي چې تبصرې یا څرګندونې (کمنټونه) کنترول کړي.
ویل کېږي چې ددغه په زړه پوري فیچر یا ځانګړتیا په ذریعه به د فیسبوک کاروونکې پخپل پوسټ د خپلې خوښې خلکو ته د تبصرې کولو اجازه ورکړي او هغه کسان چې نه غواړي تبصره یې پر پوسټ وکړي، بندېز پرې لګولی شي.
دغه راز د فیسبوک کاروونکي به دا آسانتیا هم ولري، چې له خپلو ملګرو پرته بل چاته د تبصرې کولو اجازه ور نه کړي.
یاده دې وي چې فیسبوک دغه فیچر ددې لپاره وړاندې کړی، ترڅو د هغه مواد مخنیوی وکړي چې نفرت یا کرکه خپروي او کاروونکې به د (کمنټنګ اډیینس) په انتخابولو سره دغه کار وکولی شي.
ددې فیچر یا ځانګړتیا په مرسته به د کاروونکې ټول پوستونه یوازې هغه کسانو ته ښکاري چې اجازه ور کړل شوي وي.
باید یادونه یې وشي چې د فیسبوک ادارې روانه میاشت د سیاسي او مدني ډلو کاروونکو ته د لاسرسي د محدودلو اعلان هم کړی دی.