کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د (انجمن اصلاح الافاغنه) د جوړېدو سل کاله پوره شو
باچا خان او انجمن اصلاح الافاغنه

د (انجمن اصلاح الافاغنه) د جوړېدو سل کاله پوره شو

له نن څخه سل کاله وړاندې په همدې ورځ د فخر افغان باچا خان په مشرۍ کې د (انجمن اصلاح الافاغنه) بنسټ جوړ شو، چې موخه يې په پښتنو کې د زده کړو عامول او همدا راز د ناوړه دودونو ختمول و.

دا بنسټ چې د باچا خان او د هغه د ملګرو په هلو ځلو جوړ شوى و، په ١٩٢١ کال کې د اپريل په لومړۍ نېټه جوړ شوى و او نن يې سل کاله پوره شو.

د (انجمن اصلاح الافاغنه) تر سيوري لاندې باچا خان او د هغه ملګرو په پښتونخوا کې په لومړي ځل د پښتنو لپاره ښوونځي يا ازادې مدرسې جوړې کړې، چې اوس هم د باچا خان بنسټ تر چتر لاندې ښوونځي فعال دي.

دا ټولنه (انجمن اصلاح الافاغنه) چې وروسته بيا په (خدايي خدمتګار غورځنګ) کې بدله شوه، د پښتونخوا په خاوره يې د انګليس پر وړاندې سخته مبارزه وکړه او د هند تر ازادېدو وروسته د پاکستان حکومت پر وړاندې دوى خپلو مبارزو ته دوام ورکړ.

سل کاله وړاندې چې د (انجمن اصلاح الافاغنه) په نوم کومه ټولنه جوړه شوې وه، هغه اوس هم د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) په مشرۍ کې دوام لري، چې د باچا خان لمسى اسفنديار ولي خان يې مشر دى او په پاکستان کې قامي سياست کوي.

د لر و بر پښتنو د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کاله په پوره کېدو په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه ليکنې او پوسټونه کړي دي او همدا راز د دې سل کلونو د لمانځلو لپاره به په پښتونخوا کې غونډې هم ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

مولانا طارق جميل

مولانا طارق جميل فېشن برانډ پرانيست، مشهورو سندرغاړو او اداکارانو پکې ګډون وکړ

د پاکستان يو مشهور تبليغي مولانا طارق جميل په خپل نوم د کاليو يا لباس …