کورپاڼه / روغتيا / د ادرکو اوبه د بې شمېره حیرانوونکو روغتیایي ګټې لرونکي دي

د ادرکو اوبه د بې شمېره حیرانوونکو روغتیایي ګټې لرونکي دي

د لېمو د اوبو له ګټو خو تقریباً ټول خبر یو او پوهېږو چې څه ګټه لري، خو اوسمهال روغتیایي کارپوهانو د ادرکو د اوبو هم بې شمېره روغتیایي ګټې بیان کړي دي.

ادرک یو له هغه توکو څخه دی چې موږ ټول یې په خوړو کې په عام ډول سره کاروو او تقریباً په هر کور موجود هم وي، ویل کېږي که چېرته د ادرکو اوبه په نهاره سره استعمال شي، د چاغښت ستونزه حلوي او د وینې فشار او کلیسټرول برابر ساتي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د ادرکو اوبه په منظم ډول سره استعمال شي نو د وینې لوړ فشار کموي او انټي انفلیمیټري ایجنټ او د انټئ اکسایدو شتون یې د سرطان په څېر د خطرناکو ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي، دغه راز د هضم د سیستم خرابي لېرې کوي او د بندونو له درد څخه مو ژغوري.

د ادرکو د اوبو د جوړولو طریقه:

لږه اندازه د ادرکو ټوټې، یو نیم لیټر اوبه او یو لېمو به راواخلئ، اوبه به پر انغري د ایشولو لپاره کېږدئ، کله چې اوبه وایشېدلې نو د ادرکو ټوټې به ور واچوئ او اور به پسې کم کړئ.

د اوبو له ایشولو وروسته به یې پرېږدئ چې سړې شي او لېمو به ور واچوئ او استعمال به یې کړئ. روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته دغه نسخه په سهار کې عملي شي نو ډېره ګټه کولی شي.

دوی وایي چې ددې لپاره چې د ادرکو اوبه ګټورې تمامې شي یوه پیاله د سهار له ناشتې وړاندې او یوه پیاله د شپې له ډوډۍ دمخه باید وکارول شي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …