کورپاڼه / روغتيا / د خوږو شیانو خوراک د ماشومانو دماغ اغېزمنوي

د خوږو شیانو خوراک د ماشومانو دماغ اغېزمنوي

په دوکانونو او مارکیټونو کې رنګا رنګ چاکلیټ، څټونکې او مشروبات ماشومان خپل لوري ته لمسوي خو ترڅنګ یې د دماغو لپاره دښمن هم ګڼل کېږي.

کوچني ماشومان چې تر ډېره پورې د ځینو شیانو په تاوانونو نه پوهېږي، په همدې لړ کې ځینې خواږه شیان هم ډېر استعمالوي چې په پایله کې یې د چاغښت او د زړه په ناروغیو اخته کوي، خو اوس له یوې نوې څېړنې څخه معلومه شوې چې خواږه شیان د ماشومانو دماغي وړتیا په ځانګړې توګه حافظه اغېزمنوي.

دغه څېړنه د جارجیا او د سدرن کیلیفورنیا د پوهنتونونو د ساینسپوهانو له لورې ترسره شوې او پر موږکانو یې تجربې ترسره کړي. موږک چې د فعالیت له مخې د انسان ته نږدې دی، نو ځکه خو یې د څېړنې اطلاق په انسان هم کېږي.

ویل کېږي کله چې ساینسپوهانو ځوانو او کوچنیو موږکانو ته له اړتیا ډېر خواږه ورکړل، نو یوازې دا چې په هماغه عمر کې اغېزې درلودې بلکې په ځوانۍ کې هم له ورته اغېزو سره مخ ول.

له څېړنې معلومه شوه چې د خوږو شیانو په استعمال سره د کولمو د بکټریا کیفیتونه بدلون مومي او حافظه یې تر اغېز لاندې راځي. یعنې د خوږو شیانو په استعمال سره د معدې او کولمو د (پیرابیکټیریوټویډ) په ډول د بکټریا شمېر ډېرېږي او د معدې د صحت مندو بکټریاوو توازن خرابوي چې بیا د دماغي فعالیتونه تر اغېز لاندې راولي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته په ماشومانو او کوچنیانو کې لس سلنه د خوږو شیانو خوراک هم شي، نو دماغو او حافظې ته یې ډېره ګټه لرلی شي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …