کورپاڼه / روغتيا / ولې په نیمه شپه کې تږي کېږو، سببونه او حللاره یې څه ده؟

ولې په نیمه شپه کې تږي کېږو، سببونه او حللاره یې څه ده؟

ډېری کسان د سختې تندې په سبب د شپې پرمهال له ژور خوب څخه راپورته کېږي، چې د راپورته کېدو او د اوبو څښلو څخه وروسته تر ډېره پورې خوب نه ورځي نو پکار ده چې ددې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شو.

د اوړي په شپو کې د لنډو شپو په سبب هغه کسان چې له ژور خوب څخه د تندې له امله راویښېږي، نو په راتلوونکې ورځ کې د خوب د کمښت په وجه له ستونزو سره مخ کېږي، له ژور خوب څخه راویښېدل او بیا بېرته وېده کېدل یو ستونزمن کار دی یاهم د بیا وېده کېدو لپاره ډېر وخت ته اړتیا وي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د شپې د ژور خوب پرمهال د تندې پیدا کېدل دوه سببونه لري، لومړی یې دا چې د ورځې مو د خوراک پرمهال څومره اوبه استعمال کړي او دویم دا چې آیا د ورځې اته پیالې یا له دې ډېرې اوبه استعمال کړي او که نه؟

د کافینو استعمال په اوبو کې نه شمېرل کېږي:

روغتیایي کارپوهان وایي ډېر وخت چای، کافي، خواږه مشروبات او سوډا لرونکي څښاک هم د اوبو په استعمال کې شمېرل کېږي، خو په ورځ کې باید اته پیالې ساده اوبه وڅښل شي، نو که چېرته د شپې پرمهال تندې واخیستئ او له خوبه راپورته شوئ نو مطلب یې دادی چې بدن مو اوبو ته اړتیا لري او د اوبو اندازه ورځ په ورځ ډېروئ او تر دولسو پیالو یې ورسوئ.

دوی وایي چې د پورته ذکر شوو توکو استعمال له بدن څخه ډېرې اوبه خارجوي، چې بیا بدن د اوبو له کمښت سره مخ کوي. دغه راز که چېرته تاسې په ورځ کې ډېر چای او کافي استعمالوئ نو د شپې پرمهال له خوبه راپورته کېدو ته هم ځان تیار کړئ.

له مالګینو او مساله لرونکو خوړو څخه ډډه وکړئ:

روغتیایي کارپوهان وایي چې یوازې د اوبو کمښت د شپې پرمهال تنده نه ډېروي بلکې هغه خوراکي توکي چې موږ یې د ورځې پرمهال کاروو، په دې چاره کې نیغ په نیغه رول لوبوي، نو هغه کسان چې د شپې پرمهال د تندې له لاسه راپورته کېږي، مالګین او مساله لرونکي توکي دې نه کاروي یا دې یې کم کړي.

د حل لاره یې څه ده؟

د ورځې پرمهال باید ډېرې اوبه وڅښو، د چایو او کافي له ډېر استعمال څخه ډډه وکړو، ساده خواړه او ساده اوبه باید وکاروو او د وېدو پرمهال پخپل څنګ له ځان سره اوبه ایښودل هم اړین وي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …