کورپاڼه / جالب / په حیرانوونکې توګه یو پیشو خپل ناروغ بچی روغتون ته وړی

په حیرانوونکې توګه یو پیشو خپل ناروغ بچی روغتون ته وړی

د ترکیې د ازمیر ولسوالۍ په یو روغتون کې د یوې په زړه پورې واقعې له مخې ویل کېږي چې یوې پیشو خپل ناروغ بچی روغتون ته د درملنې لپاره وړی دی.

د انګلستاني رسنۍ د راپور له مخې ویل کېږي، چې د روغتون له کامرې څخه په اخیستل شوې ویډیو کې لېدل کېږي، چې پیشو خپل بچی په خوله کې نېولی او د روغتون په دروازه دننه کېږي.

په دروازه کې ولاړ خلک پیشو ته د لارې ورکولو په موخه یو خوا ته ودرېږي او ځینې کسان بیا نورو ته لارښوونه کوي چې پیشو ته لاړه جوړه کړئ.

د راپور له مخې ویل کېږي کله چې ډاکترانو د پیشو بچی معاینه کړو نو معلومه شوه چې په سترګه کې یې میکروب و، چې بیا یې دغه قضیه د حیواناتو ډاکتر ته وسپارله.

د روغتون د ادارې له لورې په یوه بله ثبت شوې ویډیو کې لېدل کېږي، چې د یوې پیشو له دوو بچیانو سره ډاکتر په خبرو بوخت وي او په یوه بله کې ویډیو کې نرسه د پیشو د بچي په سترګې کې څاڅکي اچوي.

د ذکر شوي روغتون کاروونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی ډېری وخت پیشو ته ډوډۍ او شېدې ورکوي، خو دوی بیا په دې نه پوهېدل چې دغه پیشو بچی هم لري.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …