کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ په خاموشۍ یا چوپتیا سره ترټولو لویه آسانتیا له منځه یوړه

وټساپ په خاموشۍ یا چوپتیا سره ترټولو لویه آسانتیا له منځه یوړه

د پیغامونو ترټولو لوی د موبایل اپلیکیشن وټساپ په خاموشۍ یا چوپتیا سره هغه لویه آسانتیا له منځه یوړه، چې څو کاله دمخه یې معرفې کړې وه.

د امریکا د کاروباري مجلې فوربز پر ویب سایټ د خپور شوي راپور له مخې ویل کېږي، چې وټساپ هغه آسانتیا چې د ۲۰۱۸ کال په جون کې یې معرفي کړی و، اوسمهال یې بند کړی دی.

یاده دې وي چې وټساپ له نن څخه دوه کاله دمخه خپلو کاروونکو ته د پیسو د لېږد آسانتیا رامنځته کړې وه، چې د برازیل او امریکا په ګډون په نورو هیوادونو کې د ازمایښت لپاره معرفې کړې و، چې له بریالیتوب وروسته یې دایره پراخه کړه.

ویل کېږي چې د وټساپ ادارې شکایت ترلاسه کړی، چې د پیسو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي او ځینې کسان به له چل، ول سره مخ کېږي.

د فوربز د راپور له مخې ویل کېږي چې د برازیل د ټیکنالوژۍ او اقتصاد پوهانو د وټساپ په ذریعه د پیسو لېږد خطرناک ګڼل کېږي او معلوماتو د خوندیتوب په اړه یې د ساتنې څرګندونه کړې.

راپور زیاتوي چې دوه سوه دیارس میلونه کاروونکو له دې خدمتونو ګټه اخیستله، خو اوسمهال مرکزي بانک د وټساپ په ذریعه د پیسو لېږدول په بشپړه توګه بند کړي.

د برازیل د بانک له لوري کله چې دغه خدمتونه بند شول، نو وټساپ هم په چوپتیا سره دغه فیچر یا ځانګړتیا له منځه یوړه.

Loading...

دا هم ولولئ

د وټساپ هغه فیچر یا ځانګړتیا چې کاروونکې یې له ډېره وخته په تمه دي

وټساپ د نړۍ ترټولو مشهور د میسج یا پیغام لېږلو اپلیکیشن دی، چې له دوه …