کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: هغه خواړه چې سبزیجات ور پکې شامل وي چاغښت ختموي او د یوه صحت ژوند سبب کېږي

څېړنه: هغه خواړه چې سبزیجات ور پکې شامل وي چاغښت ختموي او د یوه صحت ژوند سبب کېږي

له یوې نوې څېړنې څخه معلومه شوې، هغه خواړه چې سبزیجات ور پکې شامل وي که چېرته استعمال شي نو یوازې دا چې له چاغښت به مو وژغوري، بلکې د میتابولیزم عملیې ته هم ګټه لري او د یو ښه او اوږد ژوند سبب کېږي.

د اي لایف د خپور شوي راپور له مخې ویل کېږي، هغه خواړه چې په جوړښت کې یې سلینیم شتون ولري له چاغښت څخه په مخنیوي کې مرسته کوي.

پر موږکانو د ترسره شوې څېړنې له مخې ددې امکان شته چې د عمر په ډېرېدو سره د رامنځته کېدونکو اغېزو ترڅنګ د خوراک او څښاک اړوند د احتیاط او پاملرنې کولو ګټې هم څرګندې شي او خلکو ته به د عادي خوراک اجازه هم ورکړل شي.

دغه راز په موږکانو د څېړنې پرمهال بې شمېره خواړه هم ورکړل شول، ترڅو په یوې معلومې طریقې سره په خوراک کې امینو اسید شامل کړي، نو معلومه شوه دغه ډول خواړه د یو ښه ژوند سبب کېږي.

له څېړنې څخه معلومه شوه چې پر امینو اسید بندیز د پورې کولو اغېزې د حیواناتو په څېر پر انسانان هم پرېوځي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …