نن ورځ چې د اپریل لومړنۍ نیټه وه او په ټوله نړۍ کې دغه ورځ د دروغو په ویلو سره لمانځل کېږي، خو متحده عربي هغه کسانو ته خبرداری ورکړی چې دغه ورځ یا اپریل فول لمانځي.
د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې متحده عربي اماراتو خپلو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د دروغو آوازې دې نه خپروي او نه دې اپریل فول لمانځي.
د اماراتو حکومت وایي چې په دې کار سره یې ټولنې ته تاوان اوړي او هغه کسان چې دغه کار ترسره کړي نو د یو کال قید یا بند سزا به ورکړل شي.
ویل کېږي چې د دروغو په ویلو یا د آوازو په خپرولو ټولنه زیانمنه کېږي، د عامو خلکو ګټې اغېزمنې کېږي، منفي احساسات وده کوي او د عامو خلکو خوندیتوب تر سوال لاندې راځي او هغه چې دغه ورځ ولمانځي لږ تر لږه د یو کال قید سزا وویني.
راپور زیاتوي چې د قید سزا به هغه کسانو ته ورکړل شي، چې په ارادي ډول سره د ناوړه نیت په درلودلو داسې دروغ ووایي یا آوازې پورته کړي، چې د عامو خلکو خوندیتوب زبانمن کړي، په خلکو کې وېره پیدا کړي او عامه ګټو ته زیانمن تمام شي.