کورپاڼه / هنر او کلتور / د عامر خان لور آیرا خان له ژور خپګان څخه جنګ وګاټه

د عامر خان لور آیرا خان له ژور خپګان څخه جنګ وګاټه

د بالیووډ د مشهور اداکار یا هنرمند عامر خان لور آیرا خان د ژور خپګان او د ژوند له دې ستونزې مرحلې څخه په بریالیتوب سره د وتلو په اړه خبرې کړي.

آیرا خان ډېری وخت د ذهني آرام، ژور خپګان او د اندیښنې په اړه خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې یې په ژور خپګان د اخته کېدو او په دې دوران کې د هڅو او کوښښونو په اړه ځینې خبرې بیان کړي.

آیرا خان پخپل انستاګرام اکونټ یوه ویډیو خپره کړې او په ویډیو کې پخپل شخصي ژوند کې د ذهني فشار په اړه له تجربې څخه مینوال خبر کړي دي.

نوموړې وایي چې په ژوند کې داسې ډېر شیونه یا عنصر شتون لري چې نه پرېږدي ترڅو موږ پر ځان باور ولرو.

آیرا خان وایي چې له فشار څخه د خلاصون لپاره یې هیڅکله له نشه یي توکو ګټه نه ده اخیستې او نه یې ځان تاوان رسولی، بلکې د فشار د کمولو لپاره یې له کافي څخه ګټه اخیستې ده.

نوموړې د خپل پوسټ په سرلیک کې لیکلي دي چې: (( زما ژوند ډېر اړخونه لري، چې ځینې داسې دي چې په سبب یې د ذهني فشار په کنترول کې له ستونزو سره مخ وم، خو زما د کار فشار ډېرېده، نو اوس به ډېره هڅه کوم او ددې لپاره د کار فشار کموم)).

آیرا خان وایي چې د خپل کار او روغتیا توازن ساتل ډېر اړین وي او دی هڅه کوي ترڅو ترلاسه یې کړي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن په اوه ویشت (۲۷) میلونه ډالرو یو زبردست کور واخیست

د هالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند او پخوانۍ ریسلر ډوین جانسن (دی راک) یو ډېر …