کورپاڼه / جالب / د زړه په ناروغۍ اخته نرسې، د خپل خوب د تعبیر لپاره داسې کار وکړ، چې باور به مو رانه شي

د زړه په ناروغۍ اخته نرسې، د خپل خوب د تعبیر لپاره داسې کار وکړ، چې باور به مو رانه شي

په انګلستان کې یوې نرسې، چې د زړه په ناروغۍ اخته وه، د ښکلا په سیالۍ کې یې په برخه اخیستنې سره د خلکو لپاره یو مثال جوړ کړ.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې شپږویشت کلنه جیسیکا جونز ډربي چې د انګلیستان د شیفیلډ ښار اوسیدونکې ده، په چیسټرفیلډ رایل روغتون د نرسې په توګه کار کوي او د زړه په داسې خطرناکه ناروغۍ اخته ده چې په سبب یې ډېر وخت بې هوښه کېږي.

یو لوري ته د نوموړې د پوره وخت دنده او بل لوري ته داسې خطرناکه ناروغۍ چې ډېر خلک یې په ترسره کولو کې ممکن پاتې راشي، خو جیسیکا ددې هر څه سربېره د خپلو خوبونو د تعبیر لپاره هڅې روانې وساتلې.

جیسیکا وایي چې د (پوسچرل ټیکیکارډیا سنډروم) په نوم د زړه په ناروغۍ اخته ده، چې په میاشت یو یا دوه ځلې د بې هوښۍ حملې پرې راځي، چې یو ځل په لوېدو سره یې پوزه هم ماته شوې وه.

جیسیکا زیاتوي چې ورته له وړاندې ویل شوي ول چې ددې ناروغۍ په سبب د نرسې په توګه دنده نه شي کولی خو بیایې هم ځان نرسه کړ او خلکو ته یې وښودل چې د ناروغۍ سربېره یې بیاهم د خپلو خوبونو د تعبیرولو هڅه وکړه او دا پیغام یې خلکو ته ورکړ چې هیڅ شی د هدف د لاسته راوړلو لپاره خنډ مه ګڼئ.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …