کورپاڼه / جالب / غبرګونو یوټیوبرو ورونو ته د غلا کولو (ډاکې اچولو) ټوکه ګرانه تمامه شوه

غبرګونو یوټیوبرو ورونو ته د غلا کولو (ډاکې اچولو) ټوکه ګرانه تمامه شوه

د امریکا په متحده ایالاتو کې ځوانو غبرګونو یوټیوبرو ورونو ته د غلا کولو یا ډاکې اچولو ډرامه قیمتي تمامه شوه او دواړه تر زندانه پورې ورسېدل.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې پر دې دواړو یوټیوبرو ورونو له بانک څخه د غلا کولو یا ډاکې اچولو جرم هم ثابت شوی دی.

د ایلن او ایلکس په نوم دواړه ورونه پر یوټیوب له شپېتو زرو څخه ډېر مینوال یا تعقیبوونکې لري او غوښتل یې ترڅو د خپل چینل لپاره ویډیو جوړه کړي.

ویل کېږي چې دواړو ورونو د غلو یا ډاکوګانو شکل غوره کړی و او پخپل ځان پسې بیګ هم تړلی و او د تښتې لپاره یې یو موټروان هم کرایه کړی و.

راپور زیاتوي چې پولیسو موټروان د تمانچې په زور درولی او دواړه یوټیوبر ورونه یې نېولی دي، که څه هم پر دواړو د غلا یا ډاکې جرم نه دی ثابت شوی خو د څېرې د بدلولو د خطرناکې ټوکې په سزا کې یې د یو کال قید سزا ورکړې.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …