په سعودي عربستان کې هغه ښځه محکمې پنځوس زره ریاله جریمه کړه، چې خپلې ملګرې ته یې د طلاق اخیستلو او د یوه ښه خاوند د پیدا کولو مشوره ورکړې وه.
ویل کېږي چې په دې هیواد کې خپلې ښې ملګرې ته د یوې ښځې غلطه مشوره ورکول قیمتي تمام شول او له جریمې سره سره د محکمې له لورې لارښوونه وشوه، چې بیا دې هیڅکله د واده کړو اشخاصو په ژوند او کارونو کې مداحله نه کوي او نه به په دې اړه چاته مشوره ورکوي.
ویل کېږي چې دغه قضیه د ښځې د خاوند له لورې ثبت شوې وه او شکایت یې کړی و، چې د میرمنې ته یې ملګرې مشوره ورکړې وه، ترڅو دی پرېږدي او له کوم بل چاسره واده وکړي.
د سعودي عربستان د جدې د ښار محکمې په ذکر شوې ښځې د جرم په ثابتېدو سره پنځوس زره ریاله جریمه کړه او ورته یې وویل چې د جریمې روپۍ دې د میرمنې خاوند ته ورکړي.
بل لوري ته ښځې له ځان څخه په دفاع کې ویلي، چې د خپلې ښې ملګرې د ښه والي لپاره یې مشوره ورکړې او یوازې یې د ملګرې د ښه والي لپاره دا کار ترسره کړی.
د محکمې وکیلانو دغه پرېکړه ډېره په زړه پورې ګڼلي او ویلي یې چې په دې پرېکړې سره به ډېرې ټولنیزې ستونزې را کمې شي.