نيوزيلېنډ په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم زبردسته توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه چې بنګله دېش ته يې ماتې ورکړه او په دې سره يې لوبلړۍ هم د ٣-٠ سره وګټله.
د نيوزيلېنډ او بنګله دېش دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه په اکلېنډ کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې بنګله دېش پچه وګټله او لومړى يې نيوزيلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
لوبه د باران له امله ١٠-١٠ اورونو ته راکمه کړاى شوه.
نيوزيلېنډ په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٤١ منډې وکړې، چې له ډلې يې فين الين ٧١ او مارټين ګوپټيل ٤٤ منډې وکړې.
د بنګله دېش له خوا تسکين احمد، شوريف السلام او مهدي حسن ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٤٢ منډو هدف په تعقيب کې د بنګله دېش ټوله لوبډله په ٩.٣ اورونو کې د ٧٦ منډو په جوړولو سره وسوځېده او د ٦٥ منډو په ستر توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
د دوى له خوا محمد نايم ١٩، مصدق حسېن ١٣ او سوميه سرکار ١٠ منډې وکړې. د نيوزيلېنډ له لوري ټوډ اسټل ٤ او ټيم ساوټي ٣ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه فين الين ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ګلين پيليپس ترلاسه کړه.
نيوزيلېنډ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې بنګله دېش ته په ٣-٠ سره ماتې ورکړه.