کورپاڼه / خبرونه / د ګلبدين نايب سليزه په اوبو لاهو شوه؛ لوبه د نجيب لوبډلې وګټله
ګلبدين نايب او نجيب الله ځدراڼ

د ګلبدين نايب سليزه په اوبو لاهو شوه؛ لوبه د نجيب لوبډلې وګټله

په کندهار کې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ څلورمه شل اوريزه لوبه نن ترسره شوه، چې د ګلبدين نايب سليزې يې هم لوبډله بريالۍ نه کړاى شوه او د کمال خان بند جوړونکې لوبډلې پکې بريا خپله کړه.

د کمال خان بند ساتونکو او کمال خان بند جوړونکو ترمنځ دا سيالي نن غرمه پيل شوه، چې په پيل کې د لوبې پچه د کمال خان بند ساتونکو وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

کمال خان بند ساتونکو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٨ منډې وکړې، چې لوبډلمشر ګلبدين نايب چټکې ١٣٤ منډې ترلاسه کړې، همدا راز وقار الله اسحاقزي ٢٠ او علي احمد ١٦ منډې وکړې.

د کمال خان بند جوړونکو له خوا وفادار مومند ٢ او شرف الدين اشرف ١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ١٩٩ منډو هدف د کمال خان بند جوړونکو په ١٧.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى لپاره اشرف الدين اشرف ٩٧ ناسوځېدلې، منير کاکړ ٤٠ او عين الدين ٢٧ منډې وکړې.

د کمال خان بند ساتونکو له خوا بيا ګلبدين نايب ٢ او حميد حسن ١ ويکټ واخيسته.

د يادولو وړ ده چې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ لومړۍ شل اوريزه لوبه په کابل کې ترسره شوې وه، چې ګلبدين نايب او نجيب الله ځدراڼ لوبډلمشران و او په هغه لوبه کې ګلبدين نايب او نجيب الله ځدراڼ سليزې وهلې وې، چې لوبه ګلبدين نايب ګټلې وه.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …