اوسمهال د سږو د ناروغیو تشخیص د موبایل د اپلیکیشن له لارې د خبرو په کولو سره هم ممکن شو. ویل کېږي چې د پنسلوانیا د الګاني عمومي روغتون د سږو د څارنې ډلې کارپوهانو یوازې د ناروغ شخص د آواز په کارولو سره د ناروغیو د تشخیص یوه آسانه طریقه وړاندې کړې ده.
راپورونه وایي چې دغه ټیکنالوژي د کارنیګي میلن پوهنتون د څېړونکو په مرسته جوړه شوې او د سږو د ناروغۍ (پلمونري) د تشخیص لپاره له ځیرک ټابلیټ څخه کار اخلي.
ناروغ شخص باید د نبض د حالت له معاینې کولو څخه تېر شي ترڅو د سږو د فعالیت اندازه معلومه کړي، خو دا او دې ته ورته نور ټیسټونه یا معاینات سختې خوارۍ ته اړتیا لري او هغه کسان چې د سږو په ناروغۍ اخته وي په کلني ډول یې معاینه ترسره کېږي.
بله لوري ته نوې جوړه شوې ټیکنالوژي یا د معایناتو بدیله طریقه د آواز په استعمالولو سره د سږو د ناروغۍ د تشخیص لپاره یوه نوې اغېزمنه او آسانه طریقه ده.
څېړونکې وایي چې آواز یا غږ د ډېرو روغتیایې حالاتو څرګندونه کوي، په ځانګړې توګه د تنفسي سیستم د اړوندو ناروغیو ښه څرګندونه کوي، نو ویلی شو چې د آواز په استعمالولو سره د سږو د فعالیت په اړه معلومات ترلاسه کېږي.