کورپاڼه / روغتيا / تر دولسو ورځو پورې درې ـ درې خرما وخورئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

تر دولسو ورځو پورې درې ـ درې خرما وخورئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

خرما د انسان د روغتیا لپاره ډېره زیاته ګټوره ګنل کېږي او د مختلفو ناروغیو درملنه کوي، لکه د زړه ناروغۍ، د وینې کمښت او د وزن په کمښت کې هم مرستندویه تمامېږي.

خرما پخپل جوړښت په ډېره کچه ویټامینونه، منرالونه او فایبر لري، چې د هضم د سیستم لپاره ډېر زیات ګټور وي.

که چېرته تر دولسو ورځو پورې درې ـ درې خرما وخوړل شي، نو داسې پایلې به ورڅخه لاسته راوړئ چې حیران به مو کړي.

لکه څنګه چې خرما پخپل جوړښت کې ویټامینونه او منرالونه لري او په طبیعي ډول شکر، انرژي او فایبر هم ور پکې شته، ددې سربېره فاسفورس، کلسیم، اوسپنه، میګنیزیم، پوتاشیم او د زنک د ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه ده.

خرما چې د اوسپنې درلودونکې ده، نو هغه کسان چې د وینې له کمښت سره مخ وي، خرما دې وکاروي، انرژي بدن ته په پوره اندازه انرژي هم ورکوي. دغه راز د خرما په جوړښت کې د منرالونو شتون د بدن لپاره ډېر ګټور وي، هډوکي پیاوړي او د میګنیزیم، سیلینیم او کاپر شتون یې ورته ګټور تمامېږي.

خرما د سترګو لپاره هم ډېره اغېزمنه تمامېږي او په استعمال سره یې د سترګو دید ډېرېږي، دغه راز خرما مو د زړه له ناروغیو ژغوري او د یوه پیاوړي زړه خاوندان څښتنان مو ګرځوي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …