کورپاڼه / خبرونه / ګلبدين نايب پرونۍ لوبه کې داسې کار وکړ چې د خلکو غصه يې راوپاروله + ويډيو
ګلبدين نايب

ګلبدين نايب پرونۍ لوبه کې داسې کار وکړ چې د خلکو غصه يې راوپاروله + ويډيو

پرون د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په کندهار کې يوه شل اوريزه لوبه ترسره شوه، چې ګلبدين نايب پکې داسې کار وکړ، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د خلکو غصه راوپاروله.

دا لوبه چې د کمال خان بند ساتونکو او کمال خان بند جوړونکو ترمنځ ترسره شوه، ګلبدين نايب او نجيب الله ځدراڼ يې لوبډلمشران و، چې کمال خان بند جوړونکو د ٧ ويکټو په توپير پکې بريا خپله کړه.

په دې لوبه کې کمال خان بند ساتونکو لومړى توپوهنه ترسره کړه او ١٩٩ منډې يې وکړې چې ګلبدين نايب پکې چټکه سليزه ووهله او ١٣٤ منډې يې وکړې.

خو په دويمه پاڼۍ کې بيا شرف الدين اشرف چې په ٤٧ توپونو يې ٩٧ منډې کړې وې او يوازې ٣ منډې ورته سليزې ته پاتې وې، ګلبدين نايب داسې کار وکړ، چې هغه خپله سليزه پوره نه کړاى شوه.

هغه ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، پکې ليدل کېږي، چې اتلسم اور ګلبدين نايب کوي، ١٧.٣ اورونه شوي دي او ګلبدين نايب عظمت الله عمرزي ته يو توپ اچوي، وايډ کېږي، بل توپ اچوي، وايډ کېږي او دريم توپ خو بيا دومره ليرې واچوي، چې د ويکټ ساتونکي څخه هم ډېر ليرې وي او د دې تر څنګ چې وايډ شي، څلوريزه هم شي.

په داسې کې عظمت الله عمرزى په دې ونه توانېږي چې يوه منډه ترلاسه کړي، تر څو شرف الدين اشرف توپوهنې ته راشي او خپله سليزه پوره کړي، اشرف په ٩٧ منډو ناسوځېدلى پاتې کېږي او په لوبه کې بريا خپلوي.

د ګلبدين نايب د وروستيو وايډونو له امله په ټولنيزو رسنيو کې په هغه پراخې نيوکې شوې دي.

د کرکټ بورډ د ختيځ زون پخواني مسوول او کمنټېټر بختيار ساحل په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي:

((د افغان کرکټ شرف؛

کرکټ هم عجيبه لوبه ده، د کابل لوبه کې پرې حشمت شهيدي په يو اور کې ٥ شپږيزې ووهلې. په کندهار کې د تمې خلاف د توپوهنې پيل ته راغى، د ٢٠٠ منډو هدف يې پوره کړ، ٩٧ ناسوځېدلې منډې يې وکړې، ګلبدين د سليزې جوړېدو زغم نه درلود او دومره پراخ (وايډ) بال يې ترسره کړ چې والله که يې ړوند هم ترسره کړي.

څه يې وکړل؟ خو په دوو لوبو کې د دوه سليزو باوجود هم په دې ناکاره حرکت د ټولو خلکو لخوا ورټل شو. خدايه له کبر، کينې، بدنيتۍ او غرور مو وساتې.))

بختيار ساحل

د کرکټ يو بل کمنټېټر بادام احمدزي بيا ويډيو هم خپره کړې ده او ورسره يې ليکلي دي:

((ګلبدين نايب په پرونۍ لوبه کې ډېر لوى ظلم له شرف الدين اشرف سره وکړ. کرکټ د پراخه سينې او ښه نيت لوبه ده. دا چې حق ويل لومړيتوب دى او بايد وويل شي.

ګلبدين نايب په پرونۍ لوبه کې د کم نيتۍ ترڅنګ ځان په خلکو ښه پوره ورټه او دا يې په خپله وکړل. د شرف الدين اشرف سليزې ته درې منډې پاتې وې او هدف هم د پوره کېدو په حال کې و ګلبدين نايب چې همدې لوبه کې سليزه وهلې نو ويې نه غوښتل چې شرف الدين سليزه ووهي او عظمت الله عمرزي ته يې دومره لوى وايډ وکړ چې هېڅ منطق يې نه مني. ګورئ لوبغاړو مونږ مو څه کوو زمونږ ټولو غوښتنه ستاسو يو بل سره صميمي کېدل دي تاسو هيڅکله يو بل مه خورئ بلکې يو بل ته په نيت وګورئ.))

بادام احمدزى

په دې اړه ورزشي خبريال خېرالله پرهر هم پوسټ کړى دى او د ګلبدين نايب د بدنيتۍ په اړه يې ليکلي دي، چې شرف الدين اشرف يې دې ته پرې نه ښود چې خپله سليزه پوره کړي، ځکه چې په دې لوبه کې ګلبدين نايب هم سليزه وهلې وه.

خېرالله پرهر

د يادولو وړ ده چې د نړيوال جام ٢٠١٩ پر مهال ګلبدين نايب د ځينو نورو لوبغاړو د مخالفت له امله په خلکو کې پراخ محبوبيت پېدا کړى و، خو له هغه وروسته دا لومړى ځل دى چې په ټولنيزو رسنيو کې د ګلبدين نايب په اړه د خلکو پراخې نيوکې ليدل کېږي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …