کورپاڼه / بېلا بېل / د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه توره چې د دجال فتنه به پرې له منځه ولاړه شي

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه توره چې د دجال فتنه به پرې له منځه ولاړه شي

د حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم له نهو مبارکو تورو څخه د یوې توري نوم د (البتار) نومېږي، دغه توره د دواړو جهانونو سردار نبي اکرا صلی الله علیه وسلم د یثرب د یوې یهودي د قبیلې (بنو قینقاع) څخه د غنیمت په ډول ترلاسه کړې وه.

دغه توره د (سیف الانبیاء) د نبیانو توره هم ورته ویل کېږي او په دې توره د ډېرو پیغمبرانو نومونه هم لیکل شوي لکه د حضرت داود علیه السلام، سلیمان علیه السلام، هارون علیه السلام، یحیی علیه السلام او حضرت محمد علیه السلام.

دغه توره حضرت داود علیه السلام د غنیمت په ډول ترلاسه کړې وه، خو په هغه وخت کې یې ترلاسه کړې چې عمر یې شلو کلونو ته هم نه و رسېدلی.

پر توره یو تصوی هم جوړ شوی، چې له مخې یې حضرت داود علیه السلام د جالوت سر پرې کوي او جالوت د همدې تورې اصلي خاوند دی او په توره داسې نښه هم شته چې د (بترا) د لرغوني ښار عرب اوسیدونکو (البادیون) به پخپلو شیانو وهله یا جوړوله.

په ځینو روایاتو کې راځي چې دغه توره هماغه توره ده چې حضرت عیسی علیه السلام به یې له دنیا ته له بیا ځلې راتګ وروسته دجال پرې ختموي او د اسلام دښمنانو سره به پرې جهاد کوي. د تورې اوږدوالي ۱۰۱ سانتي میتره دی او د ترکیې په مشهور موزیم (توپ کاپی) استنبول کې ساتل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

سياستوال ١

په ټاکنو کې د خلکو پام رااړولو لپاره د سياستوال جالب کار

په هر هېواد کې چې کله ټاکنې وي، نو نوماندان د خپل ځان د مشهورو …