کردار، سلوک یا چلند زموږ شخصیت ښکلی کوي او د شخصیت د پېژندنې لپاره له مختلفو لارو چارو او طریقو څخه ګټه اخیستل کېږي، چې په دې طریقو یوه د ګوتو له لارې د شخصیت پېژندنه هم ده، یعنې زموږ د لاس ګوتې هم زموږ د شخصیت لپاره ډېر رازونه وایي، نو که غواړئ چې پوه شئ، نو راځئ دا لیکنه ولولو.
د شهادت ګوته: که چېرته مو د لاس د شهادت ګوته له نورو ګوتو څخه غټه وي، نو مطلب یې دا وي چې تاسې ډېر هوښیار یئ او هر کار په تېزۍ سره کوي.
منځنۍ ګوته: که چېرته ستاسې منځنۍ ګوته له نورو له ګوتو څخه غټه وي، نو مطلب یې دا وي چې تاسې د ملګرتیا طبیعت لرئ او ټولو سره په آزاد ډول خبرئ کوئ، د خلکو خبرې اورئ او پرې پوهېږئ.
دریمه ګوته: هغه کسان چې دریمه ګوته یې د شهادت له ګوتې غټه وي، احساساتي وي او هر کار د زړه په خوښې سره کوي او اړیکې ښه پالي.
آخري ګوته: که چېرته ستاسو کوچنۍ ګوته د شهادت له ګوتې کوچنۍ وي، نو تاسې د پاک زړه لرونکي یئ او که غټه وي نو ډېر تېز یئ.
د ګوتمۍ ګوته: د ګوتمۍ ګوته مو څرګندوي چې تاسې د مشرۍ وړتیاوې لرئ او هر کار په ایماندارۍ او رښتینولۍ سره سرته رسوئ.