کورپاڼه / خبرونه / سچن ټنډولکر په روغتون کې بستر شو
سچن ټنډولکر

سچن ټنډولکر په روغتون کې بستر شو

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مشهور کرکټر سچن ټنډولکر په کورونا اخته شوى دى او تېره شپه هغه روغتون ته رسول شوى او بستر شوى دى.

سچن ټنډولکر چې څو ورځې وړاندې د رايپور څخه بېرته خپل کور ته ستون شوى و، هلته يې د روډ سېفټي کرکټ سيريز کې برخه اخيستې وه.

له هغه ځايه راستنېدو وروسته د مارچ په ٢٧مه نېټه د نوموړي د کورونا ټېسټ مثبت راغلى و، خو بيا د اپريل په لومړۍ نېټه د شپې نوموړى روغتون ته رسول شوى ااو بستر شوى و.

سچن ټنډولکر نن بيا په دې اړه يو ټويټ هم کړى دى او خلک يې د خپل تازه روغتيايي حالت څخه خبر کړي دي. نوموړي په خپل ټويټ کې د خلکو څخه مننه هم کړې ده.

هغه ليکلي دي، چې ستاسې د دعاګانو او نېکو څرګندونو مننه کوم، زه په روغتون کې بستر شوى يم او څو ورځو کې به خپل کور ته بېرته ستون شم.

سچن ټنډولکر همدا راز له خلکو نه غوښتنه کړې ده چې احتياطي تدابير دې خپل کړي او ټول دې خوندي شي. همدا راز د نړيوال جام د بريا ١٠ کلونو په پوره کېدو يې ټولو ته مبارکي هم ورکړې ده.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …