کورپاڼه / جالب / ټرمپ د خپل ساتونکي قرضدار دی؛ کلونه وروسته یې هم نه دي ادا کړي

ټرمپ د خپل ساتونکي قرضدار دی؛ کلونه وروسته یې هم نه دي ادا کړي

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ساتونکی وایي چې ټرمپ ورڅخه یو ځل د برګر لپاره پیسې اخیستې وې، خو تر اوسه یې ورته بېرته نه دي ورکړي.

ویل کېږي د ټرمپ د ساتونکې تنخوا یا معاش ډېر کم دی، نو ځکه ورته دغه روپۍ ځانګړی اهمیت لري.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د ټرمپ ساتونکي کیون میکی په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ټرمپ یې تر اوسه پورې قرضدار دی، ځکه چې د یو وخت یې د برګر لپاره له ده څخه روپۍ اخیستې وې او وعده یې کړې وه چې ژر به یې بېرته ورکړي، تر اوسه یې وعده نه ده پوره کړې.

کیون میکی په سکاتلینډ کې د ټرمپ لپاره کار کاوه او په هماغه وخت (۲۰۱۲) له دندې څخه ویستل شو او په ۲۰۰۸ کال یې د ټرمپ لپاره برګر اخیستی و.

د مرکې پرمهال نوموړی وایي چې د دندې پرمهال یې ډېر وخت دا فکر کاوه، چې اوس به ټرمپ روپۍ ورکوي او وایي به چې دا هغه روپۍ چې ستا راباندې قرض وې، خو تر اوسه پورې داسې څه ونه شول.

د کیون میکی د ټرمپ د شخصیت په اړه وایي، کله چې یې کار پیل کړ، نو دا فکر یې کاوه چې یو ښه انسان به وي، خو وروسته معلومه شوه چې سړی ډېر دروغجن دی او کلمې ورسره مرسته نه کوي.

یاده دې وي چې د کیون میکی پر ټرمپ ۱۱۳ ډالر قرض دي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …