د هندي سينما مشهور اداکار رنبير کپور وروسته مشهوره او ځوانه اداکاره عاليه بټ هم په کورونا اخته شوې ده، چې نوموړې يې په خپله هم تاييد کړى دى.
عاليه بټ د خپل انسټاګرام له لارې خپلو مينه والو ته معلومات ورکړي دي او ويلي يې دي، چې د کورونا ويروس ټېسټ يې مثبت راغلى دى او ځان يې په خپل کور کې کرنټين کړى دى.
نوموړې په خپل پېغام کې ليکلي دي، چې د ډاکټرانو مشورې او ټول احتياطي تدابيرو باندې عمل کوم. همدا راز له خپلو مينه والو نه يې هم مننه کړې ده او ټولو ته يې ويلي دي چې ځانونه خوندي وساتئ.
د يادولو وړ ده چې د عاليه بټ نږدې ملګرى او مشهور اداکار رنبير کپور هم تېره ورځ په کورونا اخته شوى و، دواړه چې پلان يې و، واده وکړي، تراوسه يوې واده ځنډېدلى دى.
کله چې رنبير کپور په کورونا اخته شو، نو هغه وخت هم عاليه بټ د کورونا ټېسټ کړى و، خو ټېسټ يې منفي راغلى و. له رنبير او عاليه پرته هم هندي سينما ډېر مشهور ستوري په کورونا اخته شوي دي چې عامر خان هم پکې شامل دى.