کورپاڼه / ليکنې / څه ډول کولی شو چې د ماشوم رویه یا سلوک عادي حالت ته راولو؟

څه ډول کولی شو چې د ماشوم رویه یا سلوک عادي حالت ته راولو؟

د ماشوم روزنه ډېر هنر غواړي، ماشومان له خپل چاپیریال څخه ډېر څه زده کوي، کله چې والدین د خپلو ماشومانو تېروتنې د ټولو ترمخ بیانوي نو پر شخصیت یې ناوړه اغېزې کوي، والدین به دا فکر کوي چې دا به عادي خبره وي خو پایلې یې خطرناکې وي، نو پکار ده چې په دې اړه له اختیاط څخه کار واخیستل شي.

ماشومان ولې ضد کوي؟

د بهرنیو عواملو په سبب غوسه ماشوم ضدي کوي او د هغه احساساتو سره مخ کېدل چې ماشوم یې څرګندونه نه شي کولی لکه خوب راتلل، لوږه، زړه تنګي، ساړه یا ګرمي په ماشوم کې ضد پیدا کوي.

که چېرته د ماشوم روزنه په خوره، وره کورنۍ کې وشي نو ضد یې په طبیعت کې راټوکېږي، ماشوم د خپلو خویندو او ورونو پرتله د نا انصافۍ احساس کول، ناز ورکول، ډېره سزا، بیا بیا ځلې ملامتي ماشوم ضدي کوي.

د ماشوم باور ډېر کړئ

خپل ماشوم مو د خپل اهلیت او قدر څخه خبر کړئ، په کورنۍ کې یې کم مه ګڼئ، په پرېکړو کې یې شامل کړئ او په ستونزو کې ورڅخه د مرستې په اړه پوښتنې وکړئ، کارونه ورته وسپارئ او دا احساس ورکړئ چې شتون یې ارزښت لري.

په مینه ورته لارښوونې وکړئ:

د ماشوم له وهلو او ملامتولو پرته مشورې ورکړئ، لارښوونې ورته وکړئ ترڅو وېره یې له منځه ولاړه شي، که چېرته له ماشوم سره سم او په مینه چلند ونه شي ماشوم د وېرې احساس کوي او له ستونزو سره مخ کېږي، دغه راز خراب سلوک، وېره او فشار یې په طبیعت کې پیدا کېږي، ځان خوښی کېږي او مینه، محبت د یوه ښه رواني ژوند اساس ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

لمر

د نړۍ هغه ٥ سيمې، چېرته چې لمر نه ډوبېږي

الله ج دا نړۍ ډېره ښايسته پېدا کړې ده او داسې داسې ښايسته سيمې يې …