کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه سړى چې اوبو نه شو ډوبولى، راز يې همداسې راز پاتې شو
انجيلو فوټاکيني

هغه سړى چې اوبو نه شو ډوبولى، راز يې همداسې راز پاتې شو

په نړۍ کې ټول هغه خلک چې د لامبو چل ورځي او که نه ورځي، خو که اوبو ته ورشي نو اوبه يې ډوبولاى شي، خو په نړۍ کې د انجيلو فوټاکيني په نوم يو داسې ايټاليايي-امريکايى هم تېر شوى دى، چې هغه په اوبو کې نه ډوبېده.

د معلوماتو له مخې، انجيلو فوټاکيني چې کله ماشوم و نو د خپلې دې وړتيا په اړه ورته معلومات شوي و، چې هغه اوبه نه ډوبوي، که هر څومره ژورې اوبه هم وي، هغه يې په سر کې وي.

نوموړي نه يوازې دا چې د خپلې دې ځانګړې وړتيا له امله عام خلک حېرانه کړل، بلکې ساينسپوهان هم ډېر حېرانه شو او په هغه يې ډېرې تجربې وکړې، تر څو دا راز معلوم کړي.

ساينسپوهانو په نوموړې ډېرې خطرناکې تجربې وکړې، تر دې پورې چې د هغه په پښه پسې يې ډېر وزن هم وتړلو، تر څو اوبه يې ډوب کړي، خو هغه بيا هم اوبو ډوب نه کړ.

د دې راز معلومولو لپاره ساينسپوهانو ډېره خواري وکړه او ان ١٥-١٥ ساعته هم هغه په اوبو کې وساتل شو او وزن ورپسې وتړل شو، خو بيا هم هغه به د اوبو لپاسه و او په اوبو کې به نه ډوبېده.

انجيلو فوټاکيني چې په ١٨٥٩ کې زېږېدلى و، په ١٩٣١ کال کې د اګست په دويمه نېټه مړ شو، خو د هغه دا راز چې ولې په اوبو کې نه ډوبېږي، همداسې راز پاتې شو او ساينسپوهان په دې ونه توانېدل چې دا راز معلوم کړي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …