کورپاڼه / جالب / پر غل د غلا پرمهال د لکونو روپۍ په لېدو د زړه حمله راغلې

پر غل د غلا پرمهال د لکونو روپۍ په لېدو د زړه حمله راغلې

په هند کې دوو غلو د عامه خدمتونو له مرکز څخه غلا وکړه، خو یو غل بیا د ډېرو پیسو په لېدلو د زړه له حملې سره مخ شو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د دغه هیواد د اترپردیش ایالت د بجنور ښار په کوتوال سیمه کې دوو غلو چې له عامه خدمتونو له مرکز څخه غلا کړې وه، د ډېرو پیسو په لېدو پر یوه غل له ډېرې خوشحالۍ د زړه حمله راغله او ټولې روپۍ په درملنه مصرف شوې.

پولیس وایي چې په دې اړه یې د څېړنو پرمهال یو غل نیولی او کله چې ترې څېړنې وشوې، نو د جرم په منلو یې د خپل ملګري کیسه هم وکړه.

مجرم وایي چې د دومره ډېرو پیسو په لېدو یې ملګری د زړه له حملې سره مخ شو، چې بیا یې شخصي روغتون ته ولېږداوه او د غل ټول روپۍ په درملنه ولګېدې.

پولیس زیاتوي چې دواړه مجرمان د اعجاز او نوشاد په نومونو سره پېژندل کېږي، عمرونه یې د دیرشو کلونو په شاوخوا کې دي او دواړه د عليپور اوسېدونکي.

ویل کېږي چې دغه غله په دې جرم سره عادت شوي دي او پر وړاندې په مختلفو حوزو کې قضیې ثبت شوي، چې په اړه به یې څېړنې وشي.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …