کورپاڼه / په ۱۳ ولايتونو کې د اوبو ۵۸ کوچني بندونه جوړېږي
محمد ګل خلمي

په ۱۳ ولايتونو کې د اوبو ۵۸ کوچني بندونه جوړېږي

خپلواک وېبپاڼه (۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹): د هېواد په بېلا بېلو ۱۳ ولايتونو کې د ۲۲۷ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو ۵۸ کوچني بندونه جوړېږي او د هرات په انجيل کې د سيند غاړو پر استحکامي دېوالونو هم نهه ميليونه افغانۍ لګول کېږي.

د معلوماتو تر مخه، د دغو پروژو تړونونه په کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست وزير محمد ګل خلمي او خصوصي شرکتونو د مسوولينو ترمنځ پرون لاسليک شول.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وزير محمد ګل خلمي د دغه تړونونو د لاسليک پر مهال وويل، چې دا بندونه د اوبو د مهارولو، د سېلابونو د مخنيوي او د کرنيزو څمکو د خړوبولو په موخه جوړېږي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې له دغو کوچنيو بندونو لس يې په کاپيسا کې جوړېږي، اووه يې بيا په بدخشان او شپږ شپږ په غور او پروان کې جوړېږي. په پروان او مېدان وردګو کې بيا پنځه پنځه، په بلخ او باميانو کې به څلور څلور جوړېږي. همدا راز په پکتيا، نورستان، سمنګان او لغمان کې به درې درې او په تخار او خوست ولايتونو کې به بيا دوه دوه د اوبو دغه کوچني بندونه جوړ شي.

محمد ګل خلمي وايي، چې د دغو بندونو په جوړېدو سره به په يادو ولايتونو کې شا و خوا شل زره هکټاره ځمکه خړوبه شي او دغه بندونه د ۲۷۷ ميليونه افغانيو پر لګښت جوړېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان لوبډله

نيوزيلېنډ پاکستانۍ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنکړه

په نيوزيلېنډ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د يو شمېر لوبغاړو د کورونا ټېسټونو د …