کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ښځينه لوبډلې اوس ټېسټ لوبې هم کولاى شي
د افغانستان ښځينه لوبغاړې

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ښځينه لوبډلې اوس ټېسټ لوبې هم کولاى شي

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) په خپله تازه پرېکړه کې ويلي دي، چې هغه ټولې نارينه لوبډلې چې بشپړ غړيتوب لري، د يادو هېوادونو ښځينه لوبډلې هم د نړيوالو يو ورځنيو او ټېسټ لوبو غړيتوب لرلى شي.

د اى سي سي د يادې تازه پرېکړې وروسته به اوس د بنګله دېش، زمبابوې او افغانستان ښځينه لوبډلې هم وکولاى شي چې د نورو لوبو تر څنګ ټېسټ لوبې هم ترسره کړي.

د افغانستان ښځينه لوبډلې که څه هم تراوسه پورې نړيوالې لوبې نه دي ترسره کړي، خو له تېر شاوخوا يو يا دوه کلونو راهيسې د دې لوبډلې په جوړولو په چټکۍ سره کار روان دى.

افغانستان کرکټ بورډ تېر کال د ټول هېواد څخه ښځينه لوبغاړې راغونډې کړې وې، چې د خپل منځي لوبو وروسته يې يو شمېر ښځينه لوبغاړو ته قراردادونه هم ورکړي و.

کرکټ بورډ ويلي و، چې ډېر ژر به ښځينه لوبغاړې کوم بهرني اسلامي هېواد ته ولېږي، تر څو لا ډېره روزنه ترلاسه کړي او همدا راز د کوم هېواد سره به ورته لوبې هم برابرې کړي.

د کرکټ بورډ د يادو خبرو که څه هم ډېر وخت تېر شوى دى، خو تراوسه پورې بيا د ښځينه لوبډلې په اړه کوم تازه معلومات نه دي ورکړل شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

حميد حسن او حشمت الله شهيدي

د ملي لوبډلې يو لوبغاړي د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړي نور الحق ملکزي په کابل کې د څپليو …