کورپاڼه / خبرونه / منير کاکړ د کندهار ولسونو نه مننه وکړه
منير احمد کاکړ

منير کاکړ د کندهار ولسونو نه مننه وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپوهونکي او ويکټ ساتونکي منير احمد کاکړ د کندهار ولسونو څخه له دې امله مننه کړې ده، چې پرون يې په شل اوريزه لوبه کې په پراخه کچه ګډون کړى و.

منير احمد کاکړ چې په دغه شل اوريزه لوبه کې د کمال خان بند جوړونکې لوبډله سره لوبېده، يادې لوبډلې د ٧ ويکټو په توپير په لوبه کې بريا خپله او د کمال خان بند ساتونکې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ پرون په کندهار کې ترسره شوه، په پراخه کچه پکې د کندهار خلکو ګډون کړى و او ملي لوبغاړي يې له نږدې څخه تشويق کړي و.

منير احمد کاکړ په خپله ټويټر پاڼه کې يو ټويټ کړى دى او د کندهار د خلکو څخه يې مننه کړې ده چې لوبغالي ته ورغلي و او لوبه يې له نږدې څخه ننداره کړې وه.

هغه ليکي: ((د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په کندهار کې شل اوريزه لوبه ترسره شوه. زه د لوى کندهار له ولسونو ډېره منندوى يم چې د زرګونو په تعداد لوبغالي ته راغلي و او په شور او ولولو سره يې د ملي لوبغاړو هرکلى وکړ.))


د يادولو وړ ده چې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په کندهار کې ترسره شوې شل اوريزه لوبه څلورمه لوبه وه چې دغلته ترسره شوه، تر يادې لوبې مخکې په کابل، کونړ او کندوز کې هم شل اوريزې لوبې ترسره شوې وې.

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي د کرکټ له قانون سرغړونه وکړه، څه به ورسره وشي؟

د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي تېره ورځ په لوبه کې د اوټ کېدو …