کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه: آیا انسان هم د مار په څېر د زهرجن کېدو وړتیا لري؟

څېړنه: آیا انسان هم د مار په څېر د زهرجن کېدو وړتیا لري؟

ډېر وخت په تلویزوني ډرامو او فلمونو کې لېدل کېږي چې انسان د مار شکل غوره کوي، نور خلک چیچي او له منځه یې وړي، دا او دې ورته صحنې به څومره حقیقت ولري؟ آیا د انسان تر خطرناک حده پورې د زهرجن کېدو وړتیا لري؟

په دې اړه یو ویب سایټ د نوي ساینس مطابق وایي چې د انسان دننه هم په ځانګړو وختونو کې د زهرجن کېدو وړتیا موجوده وي، راپور وایي چې د مار او لړم پرته هم ډېر داسې حیوانات شته چې د ارتقاء څخه په تېرېدو یې د زهرجن کېدو وړتیا ترلاسه کړې، ترڅو د دښمنانو پر وړاندې دفاع یا ښکار وکړي.

د یوې وروستۍ څېړنې څخه معلومه شوې چې نه یوازې انسان بلکې نور تي لرونکي حیوانات هم هغه جینونه لري چې په مار کې موندل کېږي. د جاپان د اوکیناوا پوهنتون ساینسپوه او د څېړنې لیکوال اګنیش باروا ویلي دي، چې په بنسټیزه توګه د انسان په دننه کې د زهرو د جوړېدو ټول اړین توکي شته دی.

ساینسپوهان وایي چې لیاړې پیدا کوونکې غدې زهر پیدا کوي، دوی وایي چې ځینې چاپیریالي بدلونونه په انسان او نورو تي لرونکو حیواناتو کې زهرجنې لیاړې پیدا کوي. په ۱۹۸۰ کال د یوې تجربې له مخې معلومه شوه، چې د ځینو موږکانو لیاړې نورو ته پیچکاري کول زهرجن تمامېږي.

راپور وایي که چېرته چاپیریال تغیر وکړي او هغه موږکان چې په لیاړو کې یې زهرجن پروټین شتون لري، نسل یې په بریالیتوب سره وده وکړي نو په څو زره کلونو کې به زهرجن موږکان ترلاسه شي.

څېړنه دا هم وایي که چېرته له داسې حالاتو سره انسان هم مخ شي نو زهرجن کېدلی شي، خو امکان یې کم ښودل شوی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

د وټساپ هغه فیچر یا ځانګړتیا چې کاروونکې یې له ډېره وخته په تمه دي

وټساپ د نړۍ ترټولو مشهور د میسج یا پیغام لېږلو اپلیکیشن دی، چې له دوه …