کورپاڼه / روغتيا / آیا د عصبي فشار په درملنې سره د ګنجي کيدو له ستونزې ژغورل کیدلی شو؟

آیا د عصبي فشار په درملنې سره د ګنجي کيدو له ستونزې ژغورل کیدلی شو؟

د هارورډ پوهنتون ساینسپوهانو د یوې څېړنې له مخې ویلي دي، که چېرته د عصبي فشار د رامنځته کوونکي هورمون فعالیتونه کنترول شي، نو د ګنجي کېدو درملنه هم کیدلي شي.

که څه هم دغه څېړنه پر موږکانو ترسره شوې، خو څېړونکې وایي چې په موږکانو کې موندل کېدونکی دغه هورمون او د انسان اړوند هورمون سره ډېر ورته والي لري، نو ځکه خو یې پر انسانانو هم د ورته پایلو هیله څرګنده کړې.

د ساینسپوهانو دغې ډلې تېر کال موندلې وه چې په عصبي سیستم کې په دوامداره توګه د فشار له امله د ویښتانو د رنګ او ودې اړوند حجرو (سټیم سیل) فعالیتونه په سخت ډول سره اغېزمن کېږي او په د (نورایډرینالین) په نوم د هورمون په زیاته اندازه د خارجېدو ذمه وار ګڼل شوی.

خو د نوې څېړنې څخه معلومه شوې چې په موږکانو کې د عصبي فشار اړوند ځانګړی هورمون (کورټیکو سټیرون) د ویښتانو د سپینېدو او توییدو سبب کېږي.

کورټیکو سټیرون چې د انسان په بدن کې د (کوروټیسول) سره ورته والي لري، د (Gas6) په نوم جین کې خنډ رامنځته کوي او دا هغه جین دی چې د ویښتانو د حجرو په وده کې مهم رول لوبوي.

په بله مرحله کې به همدغه څېړنې په انساني هورمون کورټیسول ترسره شي او د ویښتانو د سپینوالي او د ګنجي کېدو د درملنې لپاره به په (هورمون تراپۍ) کار پرمختګ وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …