کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د پالکو پاڼو کې د مصنوعي غوښې د راشنه کولو تیاری نېول شوی

د پالکو پاڼو کې د مصنوعي غوښې د راشنه کولو تیاری نېول شوی

امریکایي ساینسپوهانو د پالکو د پاڼو په استعمال د مصنوعي غوښې د تیارولو لپاره یوه نوې ټیکنالوژي رامنځته کړې، چې ډېر غوره او له چاپیریال سره برابره ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې په دې برخه کې له تېرو اویا کلونو څخه څېړنې روانې دي، چې اوس وخت هم په ټوله نړۍ کې بې شمېره لابراتوارونه او شرکتونه د غوښې د پیداوار او د معیار د ښه والي لپاره په هڅو بوخت دي.

غوښه چې څو ډوله پروټین لري د انسان لپاره ګټور ګڼل کېږي، خو باید په یاد یې ولرئ چې په توازن سره یې باید وکاروئ، خو ستونزه داده چې د غوښې د لاسته راوړلو لپاره د حیواناتو روزلو ته اړتیا وي، چې چاپیریال هم چټلوي او خوراکي اړتیاوې یې سرباری ګڼل کېږي.

د پورتنیو ستونزو په نظر کې د نېولو سره د مصنوعي غوښې د تیاري هڅې روانې دي، خو تر اوسه پورې داسې طریقه نه ده رامنځته شوې چې په دومره ډېره اندازه غوښه دې د چاپیریال مطابق برابره کړي.

بل لوري ته د مصنوعي غوښې خوند او رنګ هم باید د اصلي غوښې په څېر وي. ددغو ټولو ټکو په نظر کې د نېولو سره د بوسټن د پوهنتون ساینسپوهانو د پالکو په پاڼو کې د مصنوعي غوښې د راشنه کولو بریالۍ تجربې کړي دي.

د تجربو پرمهال یې د دریو مختلفو ډولونو غواګانو له غوښې حجرې راواخیستې او له پالکو یې حجرې ویستلې او د غوا حجرې ور داخلې کړې، له څوارلس ورځو وروسته د غواګانو کې حجرې وویشل شوې او په شمېر کې یې ډېروالی راغی او څو ورځې وروسته د پالکو پاڼې د مصنوعي غوښې لرونکې شوې.

څېړونکي وایي چې له دې تجربو یې یواځینې موخه داده چې د پالکو په پاڼو کې د مصنوعي غوښې وده ممکنه ده او په راتلوونکو تجربو کې به دې عمل ته پرمختګ ورکړي او د نورو حیواناتو حجرې به په نورو سبزیجاتو کې وازمایي.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …