کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان وروستي يهودي افغان هم د وطن د پرېښودو پرېکړه کړې
زابلون سيمينتوف

د افغانستان وروستي يهودي افغان هم د وطن د پرېښودو پرېکړه کړې

د افغانستان وروستي يهودي افغان هم پرېکړه کړې ده، چې نور خپل وطن پرېږدي او اسراييلو ته په کډه لاړ شي، د هغه کورنۍ کلونه مخکې له افغانستان څخه اسراييل ته کډه شوې ده.

دغه يهودي افغان چې زابلون سيمينتوف نومېږي، وايي چې د طالبانو له راتلو ويره لري او له همدې امله يې پرېکړه کړې ده چې خپل وطن نور پرېږدي.

سيمنيتوف وايي، چې شل کاله مخکې يې د طالبانو د ظلمونو له امله خپله کورنۍ اسراييلو ته ولېږله او اوس چې يې د دوى د بيا راتګ په اړه اورېدلي دي، نو هډونه يې رېږدي.

هغه وايي، هېڅ کله يې دې ته زړه نه کېده چې خپل وطن پرېږدي، خو پوهېږي که طالبان راغلل، نو په زوره يې له دې وطنه شړي، نو ښه ده چې په خپله لاړ شي.

هغه وايي، چې خپل وروستى جشن به لمانځي او د سپتمبر له لومړۍ نېټې وروسته به خپل هېواد پرېږدي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د سيکانو ډېرى کورنيو افغانستان پرېښى دى او هند او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي، همدا راز تر دې مخکې هم د سيکانو او هندوانو ډېرې کورنۍ له دې هېواده کډه شوي دي او ډېر يې په هند کې مېشت دي.

دا هم ولولئ

د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى …