د افغانستان کرکټ بورډ رسمي فېسبوکپاڼه چې دوه نيم ميليونه کسانو لايک کړې ده، ان د ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو پوسټونه هم ترې نه شريکول کېږي، خو د کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي پوسټونه ترې شريکول کېږي.
د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په خوست کې يوه شل اوريزه لوبه ترسره کېږي، خو دا خبر په ځاى د دې چې د کرکټ بورډ په رسمي پاڼه کې خپور شي، لومړى د فرهان يوسفزي په پاڼه کې خپور شوى دى او د يو ساعت تېرېدو وروسته د فرهان يوسفزي د فېسبوکپاڼې څخه ياد پوسټ د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه کې خپور شوى دى.
دا لومړى ځل نه دى چې د کرکټ بورډ د رسمي فېسبوکپاڼې او ټويټر پاڼې څخه د فرهان يوسفزي د اکاونټونو پوسټونه شريکول کېږي، بلکې تر دې مخکې هم څو څو ځله دا کار شوى دى.
په ټولنيزو رسنيو کې هم د کرکټ بورډ د دې کار له امله په کرکټ بورډ، په رسنيزه څانګه او فرهان يوسفزي سختې نيوکې شوې دې او خلکو دا کار د فرهان يوسفزي د لايکونو زياتول بللي دي او ويلي يې دي، چې نوموړي هر څه (رشخند) کړل.
د يادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ له فېسبوکپاڼې څخه ان د راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان پوسټونه هم نه شريکول کېږي، چې په نړيواله کچه د کرکټ ستوري دي، خو د کرکټ بورډ عمومي رييس بيا له يادو رسمي پاڼو څخه هم خپلې شخصي پاڼې جوړې کړې دي او خپل پوسټونه ترې له خلکو سره شريکوي.
تر دې مخکې هم ډېر کله داسې شوي دي، چې د کرکټ بورډ يو رسمي خبر لومړى د فرهان يوسفزي په پاڼه کې خپرېږي او له هغه وروسته بيا د کرکټ بورډ په رسمي پاڼه کې خپور شي.