کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان د ښځو لپاره یو بل لوی ګام هم پورته کړ

سعودي عربستان د ښځو لپاره یو بل لوی ګام هم پورته کړ

سعودي عربستان ښځو ته په سوداګریزو برخو کې د پرمختګ لپاره یو نوی پروګرام پیل کړ، چې له مخې به یې له امریکایي سوداګرو سره شراکتونه رامنځته شي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې سعودي عربستان د سوداګرو ښځو لپاره دغه پروګرام د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ په ملګرتیا سره جوړ شوی دی، چې له مخې به یې ددغه هیواد ښځینه سوداګرې او له امریکایي سوداګرو سره د اړیکو ساتلو او د خدمتونو په لاسته راوړلو کې مرستندویه تمام شي.

ویل کېږي چې ددغه پروګرام نوم (په سعودي عربستان کې د ښځو د سوداګرۍ پرمختګ او نوښت) دی، چې په مرسته به یې د ورکشاپونو او نورو غونډو لپاره مراسم هم نېول کېږي، سوداګرۍ به یې له امریکایي سوداګرو د پانګوونې طریقې زده کړي او دواړه هیوادونو ښځې به له یو بل سره سوداګري هم وکړي.

په سعودي عربستان کې د امریکا غړي مارټینا سټرانګ وایي، چې ددغه پروګرام له مخې به د سعودي میرمنې له امریکایي شخصیتونو سره اړیکې ټینګې کړي او اړین سوداګریز معلومات به ترلاسه کړي.

سعودي عربستان اوسمهال د ۲۰۳۰ ویژن لاندې د پرمختګ په حال کې دي او ځینو میرمنو ته په لوړ پوستونو ځای هم ورکړی دی.

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز؛ د افغانستان تر ټولو فيټ لوبغاړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان، چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز د …